ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان، افغانستان او انګلستان د سولې پر پروسې خبرې کوي

5 Dec 2012 - 16:38
5 Dec 2012 - 16:38

بروکسل (پژواک ۱۵ لېندۍ ۹۱): د افغانستان، پاکستان او انګلستان د بهرنيو چارو وزيرانو په درې اړخيزه غونډه کې، چې نن په لندن کې جوړيږي، د سولې پر روانې پروسې خبرې کېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن (د لېندۍ ۱۵مه) د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې د ناټو تر غونډې وروسته د يادو درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران لندن ته ځي او هلته به په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

موسى زي وويل، چې دغه خبرې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن حنا رباني کهر او د انګلستان د بهرنيو چارو د وزير ويليم هيګ ترمنځ وي.

د نوموړي په وينا، دغه درې اړخيزه غونډه د هغې پروسې برخه ده، چې د لومړي ځل لپاره څو مياشتې مخکې په کابل کې د پاکستان او انګلستان د لومړي وزيرانو د سفر پر مهال جوړه شوه او دويمه سرمشريزه غونډه درې مياشتې مخکې د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال په امريکا کې جوړه شوې وه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې نن د لندن په جوړېدونکې درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې د پاکستان پر رول او مرستې ځانګړې خبرې کېږي.

هغه زياته کړه: ((انګلستان زموږ او پاکستان نږدې ملګرى هېواد دى او هيله من يو چې دوى به د سولې په پروسه کې رول ترسره کړي.))

دى وايي، تېره اونۍ اسلام اباد ته د ډاکتر زلمي رسول د سفر پر مهال چې د سولې د پروسې په اړه کومې خبرې او پرېکړې شوې، په دې درې اړخيزه غونډه کې به يې پر پايلو او د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې وشي.

جانان موسى زي وويل، دوى له پاکستان څخه د سولې په پروسه کې درې مهمې غوښتنې، چې د ټولو بندي طالبانو خوشې کول، له هغوى سره د نېغ په نيغه خبرو کولو او په درېيم هېواد کې ورسره د خبرو اترو لپاره د خوندي لارې زمينه برابرول دي، لري.

 نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره او سياست کې بدلون راغلى؟ وويل، دواړه ګاونډي دوست هېوادونه دي، برخليک يې سره ګډ دى، سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دى.

هغه زياته کړه: ((موږ په صداقت له پاکستان سره په ټولو برخو کې ښې اړيکې غواړو او پاکستان چې څه موده مخکې زموږ په غوښتنه طالب بنديان خوشې کړل، موږ يې هرکلى او مننه کوو.))

 موسى زي وويل، چې دوى له پاکستان څخه د دې ډول نورو عملي اقداماتو د ترسره کولو هيله لري.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version