ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ماين چاودنې څلور تنه ووژل

8 Dec 2012 - 12:24
8 Dec 2012 - 12:24

چاريکار (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): د پروان امنيه قوماندانۍ وايي، تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند سيمې په يوه کور کې د ماين جوړولو پر مهال چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال ضياالرحمن فايض سيدخېلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د پروان د مرکز اړوند د دادو په سيمه کې د ملاجان اقا په کور کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، پلټنې ښيي، چې دغه ماين د دوو تنو له خوا د ورانکاره کړنو په موخه جوړېده او پرې چاودېدلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ياد دوه تنه ماين جوړوونکي، د کور څښتن ملاجان اقا او د پروان يو بل اوسېدونکى وژل شوي او د ملاجان اقا يو ١٥ کلن زوى ټپي شوى دى.

هغه وويل، چې له يادو وژل شوو دوو ماين جوړوونکو د يوه يې پېژندګلوي نه ده شوې، خو بل چې د پروان روغتون ته لېږدول شوى، ښايي بهرنى وګړى وي.

سرچينې زياته کړه، چې د ملاجان اقا مړى د پېښې په ځاى کې پاتې دى، خو د څلورم وژل شوي تن مړى چې هغه هم د پروان اوسېدونکى دى، ياد روغتون ته لېږدول شوى دى.

ده د څلورم تن د هويت په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې دغه کس يادو ماين جوړوونکو ته لارښوونه کوله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونو له دغه کور څخه يو کلاشينکوف، دوه لاسي بمونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

سيدخېلي وايي، چې د ملاجان اقا زوى هم د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د پروان د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر عبدالولي قادري هم پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې چاودنې څخه دوه مړي او يو ټپي ماشوم روغتون ته ور وړل شوي دي.

دى وايي، چې د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د دادو کلي اوسېدونکي سيداغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده چاودنه کې د ملاجان اقا د کور يوه خونه په بشپړ ډول ورانه شوې ده.

ده هم په چاودنه کې ياده مرګ ژوبله تاييد کړه، خو ويې ويل، چې په وژل شوو کې يواځې ملا جان اقا پېژني.

سيداغا وايي، چې له وسلوالو مخالفينو سره د جان اقا د اړيکو په اړه معلومات نه لري.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version