کابل (پژواک ٢٢ لېندۍ ٩١): ولسي جرګې ته د ټاکنو د قانون مسوده رسېدلې او ډېر ژر به پر يادې طرحې د جرګې په کمېسيونونو کې بحثونه پيل شي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه تېره اونۍ د وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه.
د ولسي جرګې لومړي نايب محمدظاهر قدير، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل، چې د حکومت له لوري پرون د ټاکنو د قانون طرحه ولسي جرګې ته رسېدلې ده.
هغه زياته کړه: ((په دې برخه کې کومه اندېښنه ، چې موږه او وکيلانو درلوده، اوس لرې شوه.))
په ولسي جرګه کې د هرات استازي او د يادې جرګې د تقنين کمېسيون رييس قاضي نذيراحمد حنفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو قانون مسوده پرون ولسي جرګې ته راغلې او ډېر ژر به پرې د تقنين په کمېسيون کې تخنيکي بحثونه پيل شي.
حنفي وايي، دوى هڅه کوي، چې د راتلونکو دوو اونيو په اوږدو کې ياده طرحه د پرېکړې په موخه عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، وزيرانو شورا له يادې طرحې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لرې کړى او د دغه کمېسيون واک يې سترې محکمې ته سپارلى دى.
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ټاکنو پر مهال د ټاکنيزو شکايتونو لپاره ځانګړي کمېسيون کار کاوه، چې ځينې غړي يې بهرنيان وو.
داسې مهال د ټاکنو قانون طرحه د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استول کېږي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د سياسي ګوندونو له مشرانو او کارپوهانو سره په يوې ګډې غونډه کې ويلي وو، که هر څومره ژر د ټاکنو قانون طرحه ولسي جرګې ته ونه استول شي، د ټاکنو پروسه به له ستونزو سره مخ شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن