ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلوچستان د ګلستان سيمې وسلوال د ښورابک امنيت خرابوي

16 Dec 2012 - 19:12
16 Dec 2012 - 19:12

کندهار(پژواک ٢٦ليندۍ٩١): په کندهار کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال تفسير خان خوګياڼى وايي، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګلستان سيمې وسلوال د ښورابک امنيت خرابوي.

 دى وايي، د همدغو وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه يې په ښورابک کې چاڼيز عمليات پلان کړي وو.

 تفسير خان خوګياڼي په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له قوماندان تورنجنرال عبدالحميد حميد سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، دغو عملياتو يوه اوونۍ په بر کې ونيوله، چې پکې ملي اردو، سرحدي پوليسو او د عامه نظم پوليسو برخله لرله.

 هغه زياته کړه: ((په دغو عملياتو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسلوال مخالفين ووژل شول او د مخالفينو ګڼ شمېر پټنځايونه له منځه يووړل شول.))

 دى وايي، ښورابک ولسوالۍ ته د پاکستان د بلوچستان ايالت له ګلستان سيمې څخه وسلوال راځي او دغلته ورانکاري فعاليتونه تر سره کوي.

 نوموړي وويل: ((په وار وار مو په بېلابېلو عملياتو کې داسې وسلوال وژلي، چې د کويټې په ګلستان سيمه کې روزنه ورکړل شوې او له هماغه ځايه دغلته را لېږل شوي وو.))

 د سرحدي پوليسو دغه قوماندان زياتوي، چې د عملياتو پر مهال د وسلوالو د وژل کېدو ترڅنګ ډېر شمېر نقليه وسايط، وسلې، سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او امونيم نايټريټ نيول شوي دي.

 په دغه خبري غونډه کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد وويل، چې په سوېل کې تر ٥٠ سلنه زيات عمليات په يواځې سر د افغان ځواکونو له خوا پلان او تر سره کېږي، چې په ګڼو ساحو کې يې د      وسلوالو پټنځايونه له منځه وړي دي.

 هغه د ښورابک د عملياتو په اړه وويل، چې دغلته افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادو شويو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

 ښورابک د کندهار له سرحدي ولسواليو څخه ده، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version