ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي د يوناما لخوا د سولې په اړه د بين الافغاني ناستې جوړول ګټور بولي

17 Dec 2012 - 17:20
17 Dec 2012 - 17:20

کابل (پژواک ٢٧ لېندۍ٩١): ځيني افغان شنونکي د يوناما له خوا د افغانستان د سولې په اړه د بين الافغاني ناستې جوړول ګټور بولي او وايي، کولى شي دا ډول غونډې د سولې د خبرو پر لور يو مثبت ګام وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما‎) وړمه ورځ ويلي وو، چې د افغانستان دولت د وسلوالو مخالفينو او ټولو سياسي اړخونو په ګډون د سولې د خبرو بين الافغاني غونډه جوړوي.

يوناما د دې غونډې وخت او کره ځاى نه دى په ګوته کړى.

د يوناما وياند نظيف الله سالارزي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې غونډې موخه دا ده چې افغانانو ته په خپلو کې د خبرو زمينه برابره شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د دې غونډې په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر لا له وړاندې يوه مشورتي غونډه جوړه کړې وه، چې د بېلابېلو سياسي ډلو، مدني ټولنې او نورو بنسټونو استازو په کې برخه اخيستې وه او د غونډې په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړي وو.

د سياسي چارو پوه قاضي محمد حسن حقيار وايي، چې د يوناما له خوا جوړېدونکې ياده غونډه د سولې د خبرو لپاره مشورتي غونډه ده او دغه کار د افغانستان د سولې پر لور يو مثبت ګام ګڼل کېداى شي.

د حقيار په وينا، دا غونډه کېداى شي په دې هم اغېزمنه وي، چې د ملګرو ملتونو په څېر د يو لوى سازمان له خوا جوړيږي او ملاتړ يې کېږي.

ده وويل، چې پخوا تر دې په دې کچه د افغانستان د سولې لپاره غونډه نه ده جوړه شوې.

د حقيار په خبره ، دا ناسته د دې لپاره هم مثبت اغېز لرلى شي، چې د افغانستان د کړکېچ ټول لوري له جګړې ستړي شوي دي.

د سياسي چارو بل پوه وحيد مژده هم ياده غونډه د افغانستان د سولې لپاره مهمه بولي؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړيږي.

د ده په اند، د يوناما له دغه هوډ څخه داسې ښکاري، چې نړيواله ټولنه د بين الافغاني غونډې له يادې طرحې ملاتړ کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، کېداى شي دغه غونډه د راتلونکي ميلادي کال په لومړيو مياشتو کې په ترکمنستان کې جوړ شي.

مژده وايي، د دې غونډي په څنډو کې به هم ليدنې کتنې وشي او دغه کار کېداى شي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره يو مثبت ګام وي.

ده د افغانستان له دولت، سياسي ګوندونو او د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي، تر څو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره لارې چارې وموندل شي.

مژده هيله څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه  په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

وسلوالو طالبانو او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي تر دې دمه په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ويلي، خو حزب اسلامي تر دې وړاندې په وار، وار د افغانستان د ستونزې د حل لپاره پر بين الافغاني تفاهم ټينګار کړى دى.

خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي تر څنګ وسلوالو طالبانو هم ويلي، چې په پاريس کې به د فرانسې د يو څېړنيز مرکز په نوښت په روانه اونۍ کې په جوړېدونکې غونډه کې برخه واخلي.

افغان اسلامي اژانس ويلي، چې شهاب الدين دلاور او محمد نعيم د طالبانو په استازيتوب په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

دغه راز جرمني خبري اژانس د افغانستان د سولې د عالي شورا د يوه چارواکي له خولې ويلي ؛ چې د پاريس په کنفرانس کې به ددې شورا درې غړي برخه اخلي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په يادو درېيو کسانو کې پخوانی طالب چارواکی عبدالحکيم مجاهد او

د ولسمشر کرزي سلاکار حاجي دين محمد شامل دي.

عبدالحکيم مجاهد، چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی و ، ويلي، چې په دغه کنفرانس کې به له طالب استازو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

افغان حکومت د پاريس کنفرانس يو غير رسمې کنفرانس بللی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي په دې اړه د يکشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل؛ چې د افغانستان له دولت څخه څوک په دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د موسی زي په وينا، دا رسمي غونډه نه ده او که چېرې د سولې له عالي شورا څخه څوک په دې غونډه کې برخه اخلي، نو د هغوى ګډون به هم غير رسمي وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version