ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د ډبرو سکرو ګاز پنځه تنه مړه کړل

18 Dec 2012 - 13:41
18 Dec 2012 - 13:41

ميمنه (پژواک ۲۸ لېندۍ ۹۱): د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ډبروسکرو د ګاز له امله پنځه کارګر مړه او دوه نور د کوما په حال کې دي.

ياد کسان د ګچ د يوې فابريکې کار کوونکي وو.

د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کارخانې دغو پنځو کارکوونکو تېره شپه  د سړې هوا له امله په خپله کوټه کې سکاره لګولي وو، چې د ګاز له امله يې دغه مړينه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو عمرونه له ۲۰ تر  ۵۰ کلونو پورې وو. 

ګهريک زياته کړه، چې دوه تنه نور د کوما په حالت کې دي، يو يې د ميمنې او بل يې  د بلخ  ولايت روغتونونو ته لېږدول  شوي دي.

په ميمنه کې د افغان – ترک روغتون د بېړني سروېس موظف  ډاګتر اسدالله قانع وايي، چې دغه دوه کارګران همدا مهال (نن له غرمې وړاندې) له کوما حالت څخه وتلي او روغتيايي وضعيت يې مخ په ښه کېدو دى.

د شيرين تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی غيب الله، چې د ګچ جوړولو دغه کارخانه د دوی کور ته نږدې موقعيت لري، وايي: ” کله چې له پېښې خبر شوم، سهار وختي د کارخانې کوټې ته ننوتم، هر څومره غږونه مې چې وکړل، هغوی را ويښ نه شول، خو کله مې چې کمپلې ورنه لرې کړې؛ نو پنځه واړه کارګر مړه وو.”

 هغه زياته کړه، چې د دوو نورو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ و او روغتون ته يې لېږدولي دي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې هم  د همدې ولسوالۍ په ګل قدق کلي کې، په يوه هټۍ کې د ګازډبې د چاودېدو له امله دوولس تنه مړه او ديارلس نور ټپيان شوي و.

په دې پېښه کې پنځوس موټرسايکلونه او اته هټۍ وسوځېدې.

د اطفايې او پېښو ته د رسېدو عمومي رياست وايي، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۴۱ تنه د اور او ګازډبو د چاودېدو له امله وژل شوي او نږدې ۸۰۰ ميليونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.

د سرچينې په وينا، چې تېر کال په ټوليز ډول په ټول هېواد کې د سوځېدو ۱۲۷۳ پېښې رامنځ ته شوې، چې له دې ډلې څخه ۲۰ د ګاز ډبو د چاودنې پېښې دي، په دغو پېښو کې ګڼ شمېر خلک سوځېدلي هم دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version