لښکرګاه (پژواک ٣٠ ليندۍ٩١) : امنيتي چارواکي وايي ،چې په هلمندولايت کې يو ځانمرګى بريدکوونکى او د دولت درې وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد نبي الهام د ليندۍ په ٣٠ مه پژواک خبري اژنس ته وويل ، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې پوليسو د خپلو پټو معلوماتو پربنسټ دنهرسراج په دوراهي سيمه کې طالبانو ته کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې ياد کسان ووژل شول.
دده په خبره، چې له وژل شويو مخالفينو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه،درې چانټې اويو عراده سراچه موټر پوليسو ته په لاس ورغلي دي.
الهام زياته کړه، ددولت وسلوالو مخالفينوغوښتل، چې د هلمند- کندهار پر لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي او د پوليسو پر پوسته بريد وکړي.
دغه راز نوموړي زياته کړه،چې تېره ورځ په سنګين ولسوالۍ کې دوو تنو ځانمرګو بريدکوونکو غوښتل په پوليسو چاودنه وکړي، چې پوليسو يې په اړه معلومات تر لاسه او يوتن يې ژوندى له چاودېدونکو توکو سره ونيوه او بل يې ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل شو.
امنيه قوماندان وويل ،چې له نيول شوي ځانمرګي بريدکوونکي سره له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ هم نيول شوى و ، چې بياد ايساف لخوا په سيمه کې له منځه يوړل شو .
د سرچينې په خبره ، چې په دواړو پېښوکې پرته له بريدکوونکو څخه بل چاته زيان نه دى اوښتى او وسلوالو طالبانو تراوسه ددې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن