ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ١٧نور ټپيان دي

22 Dec 2012 - 14:15
22 Dec 2012 - 14:15

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ٥ سرتېرو د وژل  کېدو او ١٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په هغې خبرپاڼه کې ورکړل شوى، چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري  وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فراه په بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې يو سرتېرى وژل شوى او څلور ټپيان دي، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هم دوه وژل شوي او دوه ټپيان دي او  د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې څلور سرتېري ټپي شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله د ماين چاودنو او له وسلوالو مخالفينو سره د نښتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وروسته له هغه چې تېر کال د يو شمېر سيمو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د ملي پوليسو او اردو سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

د ملي دفاع وزارت تېره مياشت اعلان وکړ، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ملي اردو شاوخوا اته سوه سرتېري وژل شوي دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version