ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هسپانيا له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو لېوالتيا وښوده

22 Dec 2012 - 16:01
22 Dec 2012 - 16:01

کابل ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩١): ولسمشر حامد کرزي نن سهار د هسپانيا هېواد له لومړي وزير سره په ارګ کې وکتل او په افغانستان کې د هسپانوي پانګه والو د پانګونې په اړه يې خبرې وکړې.

د هسپانيا لومړى وزير ماريانو راخوي پر يوه نااعلان شوي سفر نن (د لېندۍ ٢مه) افغانستان ته راغلى دى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې، چې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په اړه په کې خبرې وشوې، د هسپانيا لومړي وزير د دغه هېواد د پاچا سلام، کرزي ته ورساوه او زياته يې کړه، هسپانيا لېواله ده، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي او له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سرچينې په وينا، لومړي وزير وويل، په تېرو لسو کلونو کې، چې په افغانستان کې حضور لري، هڅه يې کړې، چې د هرات او بادغيس ولايتونو له خلکو سره مرسته وکړي، ترڅو هغوى ښه ژوند ولري.

د هسپانيا لومړي وزير دغه راز وويل، چې په افغانستان کې د لمريزې برېښنا، د اوبو د سکټور، د رغنيزو چارو، د اوسپنې د پټلۍ او نورو برخو کې هم غواړي پانګونه وکړي.

د راخوي په خبره، هسپانيا هغه هېواد دى، چې په دې برخه کې لازمې تخصص لري او کولاى شي له افغانستان سره په دې برخه کې ښې همکارۍ وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د هسپانيا له مرستو او همکارۍ د مننې په ترڅ کې په افغانستان کې د هغه هېواد پانګې اچونې ته هرکلى ووايه.

نوموړي وويل: ((موږ د هسپانيا پانګوونکو ته ډاډ ورکوو، چې په افغانستان کې به له خپلې پانګونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.))

ولسمشر په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې دغه شرکتونه په افغانستان کې د پانګې اچونې ښې بېلګې دي، چې اوس مهال اتلس ميليونه ګډونوال لري او په تېرو لسو کلونو کې يې په هېواد کې له خپلې پانګې اچونې څخه ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

کرزي دغه راز په افغانستان کې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه وويل، چې افغان حکومت به په ټول توان هڅه وکړي، چې افغانان په بشپړ خونديتوب سره د رايو ورکولو صندوقونو ته ورشي او له هېڅ ډول فشار او بهرني نفوذ پرته د خپلې خوښې وړ ولسمشر وټاکي.

د يادونې ده، چې هسپانيا په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې ١٦٠٥ سرتېري لري، چې په لوېديځو ولايتونو (هرات، فراه او بادغيس) کې مېشت دي.

تر اوسه په افغانستان کې د هسپانيا ٣٤ سرتېري وژل شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version