ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سکاټلينډ سره د سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله وټاکل شوه

24 Dec 2012 - 14:55
24 Dec 2012 - 14:55

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩١): د کرکټ د لويو وچو سياليو په لړ کې له سکاټلينډ سره د لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيز کمېسيون مشر رييس احمدزي د مرغومي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سکاټلينډسره دغه لوبې د ٢٠١٣ کال د مارچ په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو لپاره تېره مياشت په ننګرهار ولايت کې د٣٠ لوبغاړو په ګډون روزنيز کمپ پيل شوى و، چې د ملي او نړيوالو روزونکو له خوا ورته د کرکټ لوبې په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د رييس احمدزي په وينا، تر روزنې وروسته د لوبغاړو ترمنځ سيالۍ هم په لاره واچول شوې او کومو لوبغاړو چې په دغو لوبو کې خپله وړتيا وښوده، په لوبډله کې د شموليت حق ورکړل شو.

نوموړي وويل، د سکاټلينډ سياليو لپاره، چې د لويو وچو يا د انټرکانټيننټال ټورنمينټ برخه ده، ٢١ کسيزه لوبډله اعلان شوه.

هغه زياته کړه، په دې ٢١ کسيزه لوبډله کې اته لوبغاړي په څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ او شل اووريزو سياليو کې، شپږ يې په يو ورځنۍ شل اووريزو او اوه نور لوبغاړي په څلور ورځنيو سياليو کې برخه اخلي.

له سکاټلينډ سره د سياليو لپاره اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.

نوروز منګل (کپتان) محمد نبي (مرستيال کپتان) کريم صادق، محمد اصغر، جاوېد احمدي، سميع الله شينوارى، افسرخان (په درې واړو برخو کې) شاه پور ځدراڼ، افتاب عالم، حمزه هوتک، حميدحسن، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب (يو ورځنۍ او شل اووريزو سياليو) ميرويس اشرف، عزت الله دولتزى، يمين احمدزى، ناصر جمال، شبير نوري، نسيم بړېڅ او محب الله پاک د څلور ورځنيو سياليو لپاره ټاکل شوي دي.

د يادونې ده، چې د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى شهزاد محمدي له دې امله له ملي ټيم څخه ايستل شوى، چې روغتيايي حالت يې ښه نه و.

د کرکټ چارو کارپوه او د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان وايي، چې کرکټ بورډ دغو لوبو ته يوه مناسبه لوبډله ټاکلې ده.

هغه د دې ستاينه هم وکړه، چې د کرکټ د هرې برخې لوبې لپاره يې ځانګړي لوبغاړي ټاکلي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version