ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستانيو ځواکونو د تورخم دروازه وتړله

28 Dec 2012 - 12:51
28 Dec 2012 - 12:51

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩١): افغان چارواکي وايي، چې پاکستانيو ځواکونو د ناڅرګند لامل له امله له نن سهار راهيسې د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.

په ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستانيو ځواکونو د نن سهار په ٩:٤٥ بجو  د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.

د هغه په وينا، دوى په دې اړه په تورخم کې له پاکستانيو ځواکونو سره په اړيکه کې شول او هغوى ورته وويل، چې دوى ته له مرکز څخه امر شوى  او په لامل يې دوى هم نه پوهيږي.

نوموړي زياته کړه،دوى هڅه کوي په دې اړه پلټنې وکړي او له پاکستانيو ځواکونو سره په اړيکه کې اوسي، څو ژر تر ژره دغه دروازه پرانيزي.

په تورخم کې د سرحدي پوليسو يوه سرتېري احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې له سهار راهيسې دواړو خواوو ته په سلګونو خلک ولاړ دي.

د ده په خبره، باران هم په تېزۍ سره وريږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د روانې مرغومې مياشتې په دويمه نېټه هم پاکستانيو ځواکونو د افغان پوليسو له خوا د پاکستانيو کارګرانو د وهلو له امله د څو ساعتونو لپاره د تورخم دروازه تړلې وه.

د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version