ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او پاکستان د پلچرخي او لنډي کوتل سيمو پېښې څېړي

29 Dec 2012 - 18:10
29 Dec 2012 - 18:10

کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩١): افغانستان او پاکستان هوکړه کړې، په پلچرخي کې له يو شمېر پاکستانيو وګړو سره د ناسم چلند او په لنډي کوتل کې د افغانانو د ځورولو د پېښو په اړه څېړنه کوي.

تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستان د خيبرپښتونخوا د پوليسو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې يوه ورځ وړاندې د پېښور د لنډي کوتل په ميچنۍ سيمه کې يو شمېر ناپېژاندو کسانو د افغان مسافرو موټر درولي او د هغوى د وهلو ډبولو ترڅنګ يې د ځينو افغانانو پاسپورټونه څېرې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري د مرغومي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست عالمګير بابر سره، نن د يادې پېښې په اړه کتلي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې محمدعمر داوودزي، د دې پېښې په اړه د افغان دولت جدي اندېښنه ښودلې او له پاکستانيو چارواکو يې غوښتنه کړې، ترڅو د دې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو موافقه کړې، ترڅو تېره اونۍ کابل ښار ته نږدې له يو شمېر پاکستانيو وګړو سره د ګزارش شوي ناسم چلند او د لنډي کوتل د پېښو په هکله، د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي خپلې هراړخيزه څېړنې او لازم اقدامات ترسره کړي.

د سرچينې په وينا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواکو له خوا د دې پېښو په هکله د څېړنو له پيل سره سم به د پاکستان حکومت د تورخم دروازې په بيا پرانيستلو کې په بېړني ډول اقدام وکړي. 

خو په تورخم کې د کميساري مرستيال سمونيار نثاراحمد، پژواک ته وويل چې د تورخم دروازه، نن (د مرغومي ٩مه) مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې پرانيستل شوه.

له دې مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې د خيبر پښتونخوا په لنډي کوتل سيمه کې د افغانانو د ځورولو او د هغوى د پاسپورټونو د څېرې کولو څېړنه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې پر دې موضوع اندېښنه څرګنده شوې او ويلي و، دغه موضوع به په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له لارې په جدي توګه تعقيب شي، ترڅو عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهيسې، پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم لاره تړلې وه او ګڼ شمېر ا فغانان د دروازې دواړو خواوو ته د لارې د خلاصېدو په انتظار وو.

پاکستانيو چارواکو ويلي، چې دغه کار يې د کابل په پلچرخي سيمه کې د پاکستانيو اتباعو د ځورولو په غبرګون کې کړى دى.

عيني شاهدانو ويلي، چې د دروازې د تړل کېدو پرمهال د پولې په دواړو خواوو کې ١٣ تنه افغانانو، چې ډېرى يې ماشومان دي، د سړې هوا او ناروغتيا له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version