ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د فساد ضد مشاعره وشوه

29 Dec 2012 - 12:53
29 Dec 2012 - 12:53

جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د فساد پر ضد مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره پرون له غرمې وروسته د جلالکوټ ادبي خوځښت له لوري جوړه شوې وه، چې په کې د مدني ټولنو، ځوانانو، د پوهنتونو استادانو او لسګونه شاعرانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
ګډونوالو شاعرانو په دې مشاعره کې، چې تر ماښام ناوخته پورې يې دوام درلود، د فساد پر ضد شعرونه وويل.
د جلالکوټ د ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فساد پر ضد مبارزه يې له اهدافو څخه ده او په دې برخه کې به نور ګامونه هم واخلي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان تېر کال د نړۍ په کچه دويم فاسد هېواد و، خو د حکومت د بېغورۍ له امله سږ کال افغانستان د نړۍ په کچه په فساد کې ښکېل لومړى هېواد راغلى دى.

د نوموړي په وينا، له فساد سره مبارزه د هر افغان دنده ده او په کار ده چې ټول ځوانان او افغانان ورسره په جدي ډول مبارزه وکړي.

رغاند وايي، له پخوا څخه فرهنګيانو او شاعرانو د ټولنې په اصلاح کې خپل رول ترسره کړی، د ناخوالو او ستونزو په ځانګړي ډول د فساد پر ضد يې خپل غږ پورته کړی دی.

د جلال کوټ ادبي خوځښت مشر وويل: ((په کار ده چې مدني ټولنې او په ځانګړي ډول ځوانان نور له دې پديدې سره مبارزه جدي ونيسي او حکومت ته اجازه ورنه کړي، چې فساد همدغسې په خپلو ادارو کې روان وساتي.))
د مشاعرې دې غونډې ته ديني عالم استاد محمدغني فاروقي وينا وکړه او ويې ويل، چې مومن او مفسد هېڅکله نه جوړېږي.

هغه زياته کړه، افغانانو او حکومت ته د شرم خبره ده، چې هېواد يې د فساد له اړخه لومړی پېژندل کېږي.
د نوموړي په وينا، د فساد اصلي لامل د نفس غلامي ده، چې اوسني چارواکي پرې روږدې شوي دي.

فاروقي وويل: ((په قران کريم کې پنځوس ځلې د فساد کليمه راغلې، خو يواځې رشوت او بډې فساد نه دی، فساد نور ډېر بُعدونه او اړخونه لري.))

له فساد سره د مبارزې د افغاني شبکې وياند ډاکټر شکرالله مشکور پژواک اژانس ته وويل، چې افغانستان له فساد سره د مبارزې نړيوال کنوانسيون لاسليک کړى او مکلف دی چې ورته ژمن پاتې شي.

نوموړي وويل، نور افغانان، مدني ټولنې، فرهنګيان او ځوانان نه شي زغملای چې په هېواد کې دې فساد په اوج کې وي او هر کال دې افغانستان د نړۍ مفسد هېواد اعلان شي.

ډاکټر مشکور غوښتنه وکړه، چې حکومت دې تر هر څه ژر له فساد سره جدي مبارزه پيل کړي، فاسد چارواکي دې له دندو ګوښه او محاکمه کړي.

هغه اندېښنه وښوده، که چېرې له فساد سره مبارزه جدي ونه نيول شي؛ نو دغه پديده به په يوې داسې ستونزې واوړي، چې نه جبرانېدونکې به وي او بيا به يې مخنيوی د حکومت له واکه وتلی وي.

په ختيځ زون کې د بشري حقونو او مدني ټولنو مشر نعمت الله همدرد د جلالکوټ ادبي خوځښت ستاينه وکړه، چې وخت پر وخت يې په خورا مهمو او حساسو مسايلو غونډې جوړې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، فساد ناوړه او يوه مهمه پديده ده، چې دمګړۍ ورسره افغانستان مخ دی او دا چې د دې پديدې پر وړاندې ځوانانو غږ را پورته کړی، په کار ده چې ملاتړ يې وشي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version