جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): عيني شاهدان وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تورخم د دروازې د تړلو او سړې هوا له امله ١٣ تنه مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند تېره ورځ پژواک اژانس ته ويلي وو، چې پاکستاني ځواکونو سهار له نهه نيمو بجو وروسته د ناڅرګند علت له امله د خلکو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.
نوموړي پرون په تورخم کې د درېيو ماشومانو د مړينې پخلى کړى و او زياته کړې يې وه، چې دوى له پاکستاني ځواکونو سره په اړيکه کې دي، چې د تورخم دروازه بېرته خلاصه کړي.
په تورخم بازار کې له پولې پورې غاړې د سالم په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې له بېګا راهيسې د سړې هوا او باران له امله اته تنه مړه شوي دي.
د هغه په وينا، په مړو شوو کسانو کې ناروغان او ماشومان شامل دي، چې له باران او سړې هوا څخه يې د پټېدو توان نه درلود.
نوموړي زياته کړه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه خورا زياته ده او په هوټلونو کې د کېناستو او شپې تېرېدو ځاى نشته.
په تورخم بازار کې له کرښې دېخوا د رفېع الله په نوم دوکاندار پژوا ک اژانس ته وويل، چې د سړې هوا له امله درې ماشومان پرون او دوه بېګا مړه شول.
نوموړي هم وويل، د پولې دواړو غاړو ته په زرګونو خلک، چې ناروغ ماشومان، سپين ږيري او ښځې په کې شاملې دي، انتظار دي.
د روانې مرغومې مياشتې په دويمه نېټه هم پاکستاني ځواکونو د افغان پوليسو له خوا د پاکستاني کارګرانو د وهلو له امله د څو ساعتونو لپاره د تورخم دروازه تړلې وه.
د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن