نيلي (پژواک، ١٠ مرغومى ٩١): د دايکنډي چارواکي وايي، د دې ولايت په نيلي کې يوه مېرمنه د زهر خوړلو له امله مړه شوې ده.
د دايکنډي د ښځو چارو رياست سرپرستې حبيبې شجاعي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې (د مرغومي ٨مه) د د دايکنډي د مرکز په سرنيلي سيمه کې يوې ښځې د زهر خوړلو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.
نوموړې د دې پېښې اصلي لامل کورنى اختلاف وباله.
هغې زياته کړه، يادې مېرمن روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې وه.
د شجاعي د معلوماتو له مخې، په روغتون کې ډاکټرانو ورته ويلي، چې د مېرمن په ځان د وهلو ډبولو نښې موجودې وې او نوموړې د زهرو د خوړلو له امله مړه شوې ده.
هغه وايي چې يوه مياشت مخکې هم، د مرکز نيلي په پاى نيلي سيمه کې يوه خاوند خپله ښځه له دې امله وژلې وه، چې يو پسه يې مړ کړى و.
نوموړې زياته کړه، په دايکنډي کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې پېښې زياتې شوې دي.
د دې په وينا، په وروستيو دوو کلونو کې له دوى سره ٣٥ پېښې ثبت شوې، چې زياتره يې په مرګ پاى موندلى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن