ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې ووژل

31 Dec 2012 - 14:26
31 Dec 2012 - 14:26

لښکرګاه (پژواک ١١ مرغومى ٩١): د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندان د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسلوالو مخالفينو غوښتل چې د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي.

هغه زياته کړه، پر هغوى باندې خپل ماين چاودېدلى او څلور تنه يې وژلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا هوتک وويل، چې تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ اړوند د کندهار–هرات پر لويه لاره له يو فلاينکوچ موټر څخه ٧٣ کيلوګرامه مورفين ترلاسه کړل.

د نوموړي په وينا، له دې توکو  سره د تړاو په تور يو تن نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال دا هم وويل، چې پوليسو په بېلابېلو سيمو کې لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي او په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version