ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه خاوند خپله مېرمن د مرګ تر بريده وهلې

2 Jan 2013 - 18:28
2 Jan 2013 - 18:28

کندهارښاپر( پژواک۱۳مرغومی۹۱):د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خپله مېرمن د مرګ تر بريده وهلې، چې دا مهال د کندهار په ميرويس روغتون کې بستر ده.

دغه مېرمن لطيفه نومېږي او وايي، چې بيرته خپل کور ته نه ځي، ځکه خسرګنۍ يې ډېر ظالمان خلک دي.

لطيفه، چې دا مهال شا و خوا دېرش کلنه ده او پر بدن يې د خاوند د ظلمونو، وهلو او ټکولو نښې له ورايه ښکاري، وايي، هغې ته ژوند هيڅ مفهوم نه لري او په ژوندنې مړه شوې ده.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ١١ کلونه يې د واده کېږي او له خپل خاوند څخه يوه لور هم لري.

دا وايي، يوازې يې مېړه دا نه وهله، بلکې خواښې او لېورونو يې هم ورسره سخت ظلمونه کول.

هغې چې په ډېر کړاو يې خبرې کولې زياته کړه، خاوند مې څو ورځې مخکې دومره ووهلم، چې د ملا هډوکي يې را مات کړل، اوس مې پښې کار نه کوي، لاسونه مې مات او پړسېدلي دي او غاښونه يې هم را مات کړي دي.

دې وويل: ((زما خاوند کروند ګر دى، څو ورځې مخکې زما څخه د بېنډيو تخم چپه شوى و، کله چې مې خاوند راغى نو ويل يې دا تخم دې ولې چپه کړى دى، ما چې هر څومره عذر او زارۍ ورته کولې، نه يې منلې، په لور يې ووهلم، په لرګي يې زما غاښونه را مات کړل.))

هغې چې دا مهال يې ښه ډېر ژړلي و، د خپل خبرو په دوام زياته کړه، چې خاوند يې د سر وېښتا په لاس ځينې شکولي، ځکه يې اوس خپل وېښتان لکه د نارينه هومره لنډ کړي دي.

دا وايي، پر هغې نه يوازې دا چې مېړه زړه سوى نه درلود، بلکې خواښې يې هم هيڅ زړه نه ورباندې سوځاوه او په ګډه به يې پر هغې ظلمونه کول.

لطيفې وويل، له کله نه چې د خپل مېړه کور ته واده شوې، نو په دغه کور کې يې د يوولسو کلونو په اوږدو کې له وهلو او ټکولو پرته نور هيڅ هم نه دي ليدلي.

دا وايي، څه موده وړاندې يې مېړه، خواښې او لېورونو په ورته توګه سخته وهلې وه، بيا يې ورور او پلار د کلي د سپين ږيرو په مرسته ستونزه هواره کړه، خو دغې چارې ډېر دوام و نه کړ.

دا وايي، تر ټولو ډېر يې دا ځوروي، چې هيڅ ګناه نه لري، خو بيا هم د يوه څاروي په څېر ظلم ورسره کېږئ.

هغې په ټينګار وويل، چې نور په هيڅ توګه نه غواړي، چې بيرته د خپل خاوند کور ته لاړه شي.

د لطيفې ورور عبدالباري، چې دا يې د ارزوګان ولايت له چورې ولسوالۍ څخه د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې لپاره راوستې وه، وايي، د لطيفې خاوند د دولت له لورې نيول شوى او دا مهال په دغه ولايت کې بندي دى.

نوموړى، چې د خپلې خور د بستر تر څنګ ولاړ و، وويل، خپله خور يې د بلې ښځې په بدل کې ورکړې او له هماغه لومړۍ ورځې راهيسې يې خسرګنۍ ورسره ظلمونه کوي، چې څو ځلې يې موضوع د سپين ږيرو په مرسته هواره کړې، خو ګټه يې نه ده کړې.

دى وايي، خور يې دومره سخته وهل شوې، دواړې پښې يې فلج شوې، د ملا هډوکي يې مات شوي او ډاکټران وايي، چې دغلته يې بشپړه درملنه نه کېږي.

د ده په خبره، اوس اړ دى، چې خپله خور د بشړې درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.

د ميرويس روغتون ډاکټران هم وايي، چې دغه مېرمن ډېره سخته وهل شوې، چې روغتيايي حالت يې اندېښمنوونکى دى.

دا يوازې لطيفه نه ده، چې ژوند يې له ستونزو او کړاوونو ډک دى، بلکې دغلته ډېرې مېرمنې د ظلم، وحشت او جهل په تورو تمبو کې د خپل ژوند شپې اړوي.

په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال شمس الدين تنوير وايي، چې د دغه لوى ظلم پر وړاندې به جدي پلټنې کوي او موضوع به تر عدلي او قضايي ارګانونو رسوي.

دا وايي، له هغوى سره په روان کال کې د سوېل په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣١٤ پېښې ثبت شوې، چې شا و خوا ١٠٠ پېښې يې د مېرمنو له خوا د ځان وژنې دي. 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version