ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اویا تنو د ١١ وزيرانو د استيضاح لپاره لاسليکونه وکړل

5 Jan 2013 - 15:48
5 Jan 2013 - 15:48

کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩١): د ولسي جرګې ٧٠ غړو د ١١ هغو وزيرانو د استيضاح لپاره لاسليکونه کړي، چې څو ورځې مخکې يې جرګې د استيضاح پرېکړه وکړه، خو بيا يې په اړه مخالفتونه رامنځته شول.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.

جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى و.

خو د جرګې غړي په خپلو دوو عمومي غونډو کې د يادو وزيرانو د استيضاح پر څرنګوالي او د نېټې په ټاکلو سره سلا نه شول.

دغه راز ولسي جرګې د مرغومي په ١١مه د حاضر غړو د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه چې د يادو وزيرانو له ډلې، څلور هغه وزيران نه استيضاح کوي، چې تېر کال يې د اوسنيو وزارتونو د وزيرانو په توګه دنده نه ترسره کوله.

د ملي دفاع، کورنيو چارو، ښاري پراختيا، او لوړو زده کړو وزيران تېر کال پر دغو څوکيو نه وو ګومارل شوي.

د جرګې د مرغومي د ١١مې د پرېکړې له مخې، پاتې ٧ وزيران بايد د بوديجې د لګښت اسناد د جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون ته وړاندې کړي.

د دې پرېکړې له مخې، هغه وزير هم نه استيضاح کېږي چې وړاندې شوې اسناد يې د کمېسيون د قناعت وړ وګرځي.

د وزيرانو د استيضاح لپاره بايد د جرګې شل سلنه غړي اړوند فورمې لاسليک کړي خو د يادو وزيرانو د استيضاح پرېکړه د شنو او سرو کارتونو د پورته کولو له لارې شوې وه.

خو په ولسي جرګه کې د کندهار استازي حميدزي لالي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د يادو ١١ وزيرانو د استيضاح لپاره د جرګې ٧٠ غړو لاسليکونه کړي دي.

لالى له اداري پلاوي وغوښتل، چې يادو وزيرانو ته دې يا برائت ورکړي او يا دې هم د استيضاح ورځ ورته وټاکي.

هغه زياته کړه: ((يا اعلان کړئ، چې په دغه ورځ وزيران استيضاح کوو او يا هم له وزيرانو بښنه وغواړئ، چې نور مو نه استيضاح کوو.))

د ده په وينا، که د وزيرانو د استيضاح ورځ معلومه نه شي نو د خلکو هغه ادعا به ر ښتيا شي، چې ولسي جرګه په فساد کې ډوبه ده.

په ياده جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزۍ له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، د هغو وکيلانو نومونه دې نه په ډاګه کوي چې د وزيرانو د استيضاح لپاره يې لاسليکونه کړي دي.

هغې زياته کړه: ((موږ امضاګانې کړې دي خو فورمې نه ډکوو؛ ځکه چې فورمې وزيرانوته ښودل کېږي.))

وروسته د جرګې شلو تنو غړو په ليکلې بڼه له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، چې د وزيرانو د استيضاح لپاره د ورځې ټاکل په نننۍ اجنډا کې شامله کړي.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، چې د دې جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم په اجنډا کې د موضوع شاملېدل د شلو تنو پر وړانديز او د جرګې په تاييد کېداى شي.

وروسته رايه ګيري وشوه او د جرګې له حاضرو ١٢٥غړو څخه ٤٤ يې شنه (موافق) ٣٣ يې سره (مخالف) کارتونه پورته کړل، خو پاتې نورو هېڅ کارت پورته نه کړ.

ابراهيمي وويل، چې ياده موضوع په اجنډا کې شامله ده او د نن ورځې په پاى کې به پرې بحث وشي.

خو وړاندې تر دې، چې غونډه پاى ته ورسېږي، ډېرى وکيلان له خپلو ځايونو جګ شول چې ځينې يې د غونډو له تالار څخه ووتل او ځينې يې د جرګې د مشر له بيا، بيا غوښتنو سره سره بېرته خپلو څوکيو ته ستانه نه شول.

ابراهيمي وويل: ((وکيلان پر خپلو ځايونو نه کېني، نو زه څنګه بله اجنډا پيل کړم، مجبور يم، چې غونډه پاى ته ورسوم.))

ده زياته کړه، چې د راتلونکې دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې به د وزيرانو د استيضاح د ورځې د ټاکلو په اړه بحث وشي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version