غزني ښار (پژواک ١٩ مرغومى ۹۱): د غزني امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د خوښۍ مراسمو په هوايي ډزو کې يوه ماشومه ووژل شوه.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه نن (د مرغومي ١٩مه) سهار د غزني ښار په پيرزاده سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، د راحلې په نوم ياده لس کلنه نجلۍ لومړى ټپي شوې او وروسته يې د زياتو ټپولو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
زاهد زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دې نجلۍ ماما د دې د ورور په کوژدن کې د ښکاري ټوپک په وسيله د خوښۍ ډزې وکړې.
دى وايي: ((په خپلو کورونو کې د نا قانوني وسلو ساتل ښې پايلې نه لري.))
نوموړي له ټولو خلکو څخه وغوښتل، چې خپلې وسلې دې امنيه قوماندانۍ ته وسپارې.
د يادې شوې نجلۍ ماما سيف الله، چې په خطايي سره يې خپله خورزه راحله وژلې، پژواک ته وويل: ((د خور زوى ته مو کوژدنه کړې وه، غوښتل مې چې د خوښۍ ډزې وکړم، چې ناڅاپه رانه ډز وشو او دغه نجلۍ مې مخې ته ولاړه وه، چې د مرمۍ چرې په دې نجلۍ ولګېدې او ټپې شوه.))
دى وايي، کله چې مو ماشومه روغتون ته د درملنې په موخه يوړه، نو روغتون ته له رسېدو سره سم يې ساه ورکړه.
سيف الله له ټولو خلکو څخه وغوښتل، چې په داسې ورځو کې دې له هوايي او د خوښۍ په موخه له ډزو کولو څخه تېر شي، څو د دوى خوښي په غم وانه وړي.
د وژل شوي نجلۍ پلار محمداسلم هم ومنله، چې لور يې د خپل ماما له لوري په خطايي سره وژل شوې او دى له سيف الله سره هېڅ کومه دعوه نه لري.
ياده دې وې، چې ډېرى وخت په داسې مراسمو کې د خوښۍ ډزې په غم اوړي او د هېواد په کچه څو ځلې داسې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن