ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د سون توکو بيې لوړې شوې

10 Jan 2013 - 15:07
10 Jan 2013 - 15:07

کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د لرګيو، اوبلن ګاز او عربي سرو زرو بيې لوړې، خو د ډيزل تېلو بيه ټيټه شوې ده.

د دشت برچي بازار يوه لرګي پلورونکي حاجي سلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه خروار ارچې لرګيو بيه له ٦٨٠٠ افغانيو څخه ٧٠٠٠ افغانيو ته او د يوه خروار بلوط لرګيو بيه له ٧٤٠٠ افغانۍ څخه ٧٦٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه د لرګيو د بيو لوړېدو لامل د هوا سړښت او د هغو لارو بندېدل په ګوته کړل، له کومو چې کابل ته لرګي راوړل کېږي او زياته يې کړه، چې اوس کابل ته کم لرګي وارديږي او همدارنګه د لرګيو تقاضا(غوښتنه) هم لوړه شوې ده.

خو د ډيزل تېلو بيه بيا ټيټې شوې ده.

د کابل ښار د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يوه کارګر محمدصديق وويل، نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٥٥ افغانۍ ده، خو يو لېتر ډيزل تېل له ٦١ افغانيو څخه ٦٠ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

د کابل ښار د تايمني څلورلارې يوه ګاز پلورونکي محمدسالم وويل، نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٢ افغانۍ پلوري.

په تايمني کې تېره اونۍ هم يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٢ افغانۍ پلورل کېده، خو نن د ښار په ځينو سيمو کې يو کيلو ګاز تر ٧٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

د زمان خان کلا يوه اوسېدونکي احمدشاه او د ده افغانانوسيمې اوسېدونکي وحيدالله وويل، نن د دوى په سيمو کې يو کيلو ګاز تر ٧٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کابل ښار په ځينو ځايونو کې يو کيلو ګاز تر ٧٥ افغانيو پورې پلورل کېده، خو په نفتي توکو د کنټرول رياست له مداخلې وروسته، بېرته بيې راټيټې شوې.

د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو بيه لوړه شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سودا ګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو عمده پلور له ١١٢٠ افغانيو څخه ١١٥٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د اوړو بيې په پاکستان کې هم لوړې شوې دي.

خو هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د لومړۍ درجه ٥٠ کيلويي پاکستانۍ وريجو بيه ٣٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستانۍ بوره په ١٨٥٠ افغانۍ، يو پيپ پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.

په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي خان علي وايي، چې نن پنځوس کيلويي بورۍ پاکستانۍ بوره په٢٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٨٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٩٠٠ افغانۍ، پنځه کيلو مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د عربي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٣٥٠ افغانۍ څخه ٢٤٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د عربي سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

خو هغه زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه هماغه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٤٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٢٠ افغانۍ ده.

تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٥٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د اخيستو بيه ٥٣١ افغانۍ وه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version