جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د پوهنې وزارت په ننګرهار کې د بهرنيو بورسونو لپاره اخيستل شوې ازموينه لغوه کړې وه، خو د برياليو زده کوونکو تر شکايت وروسته يې بېرته پرېکړه واخيسته.
يو شمېر زده کوونکو د مرغومي په ٢٥مه په جلال اباد ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال پوهنې وزارت تورن کړ، چې غواړي خپل کسان په ازموينه کې بريالي کړي.
د روانې مرغومې مياشتې په ١٧مه نېټه د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري له ٤٥٠ زده کوونکو څخه په دې موخه ازموينه واخيستل شوه، ١٢٠ هغه زده کوونکي، چې په شرايطو برابر وي، بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره استوي.
په دې ازموينه کې بريالي شوي زده کوونکي محصل خان پژواک اژانس ته وويل، چې د شخصي ستونزو پر بنسټ ياده ازموينه لغوه اعلان شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((د وزارت يو شمېر چارواکو غوښتل، چې خپل کسان کامياب کړي، خو کامياب نه شول او اوس يې ازموينه لغوه کړه.))
دى وايي، چې په ننګرهار کې اخيستل شوې ازموينه ډېره شفافه وه او هر څوک چې بريالي شوي، هغوى د خپلې وړتيا له امله وو.
يو بل زده کوونکى بختيار هم ورته خبره کوي او پر دولت نيوکه کوي، چې ياده ازموينه يې د شخصي ملحوظاتو پر بنسټ لغوه اعلان کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د برياليو زده کوونکو لېست يې وزارت ته استولى، خو د وزارت له لوري ياده ازموينه لغوه اعلان شوه.
خو نوموړي په دويمه اړيکه پژواک اژانس ته وويل، چې وزارت بېرته خپله پرېکړه اخيستې ده او اوس پخوانۍ ازموينه يې سمه بللې ده.
نوموړي زياته کړه، چې ياده ازموينه ډېره رڼه وه، لومړى د وزارت له لوري د دې ازموينې د لغوه کېدو حکم وشو، خو وروسته يې خپله پرېکړه بېرته واخيسته.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينوارى دغه ادعاوې په کلکه ردوي، چې ګواکې ياده ازموينه دې د پوهنې وزارت د ځينو چارواکو د شخصي موخو له امله لغوه اعلان شوي وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن