ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ((بازانو)) لوبډله د اماراتو په کرکټ سياليو کې ګډون کوي

15 Jan 2013 - 13:11
15 Jan 2013 - 13:11

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د افغانستان د کندوز او کابل ولايتونو د ((بازانو)) په نامه ګډه لوبـډله د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې ګډون کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شارجې کرکټ فدراسيون په نوښت د (ډي پي اېل) کرکټ شل اووريز ټورنمنټ د راتلونکې سلواغې مياشتې په ٦مه (د  جنورۍ ٢٥مه) پيليږي  او څه د پاسه دوه مياشتې به دوام وکړي.

هغه زياته کړه، چې د کرکټ په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، متحده عربي امارات او کويټ د بېلابېلو ښارونو او کلبونو ٣٢ لوبډلې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، په دغو سياليو کې د (کندز- کابل بازان) په نامه لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ برخه اخلي.

د کرکټ د بند امير زون مشر حاجي عزيز الله او په شمال کې د امو زون مشر ډاکټر نور علم فريد د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې په يادو سياليو کې د ګډون په موخه يې له دوى سره مرسته کړې ده.

حاجي عزيزالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ له دوى سره معنوي او مادي مرسته کړې او دوى ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په شارجه کې د کرکټ په يادو سياليو کې ګډون کوونکي ٣٢ لوبـډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې، چې په هر ګروپ کې  څلور لوبـډلې برخه اخلي.

د هغه په وينا، د هر ګروپ ګټونکې لوبډله د دغو سياليو دويم پړاو يا کوارټرفاينل ته لاره پيدا کوي او ګټونکې لوبډلې ته به ٥٠ زره اماراتي درهم د انعام په توګه ورکول کېږي.

د شمال د امو زون مسوول ډاکټر نورعلم فريد پژواک اژانس ته وويل، چې د اماراتو کرکټ سياليو لپاره دوى يوه پياوړې لوبـډلې ټاکلې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دې لوبډله کې د هېواد له الف، بند امير او امو زونونو له لوبډلو څخه هغه لوبغاړي ټاکل شوي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي دي.

ډاکټر فريد وويل، چې د اماراتو په سفر کې له دوى سره د افغانستان کرکټ بورډ او ملي سوداګرو مالي مرستې کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې لوبډله به يې د شارجې کرکټ سياليو کې له ځانه ښه وړتيا وښيي او ډک لاس به هېواد ته راستنه شي.

ډاکټر فريد وويل، چې د يادو سياليو لپاره دوى ١٦ کسيزه لوبـډله ټاکلې، چې دوه تنه يې ريزرف دي او د اړتيا پر مهال به يې لوبوي، دغه لوبغاړي په لاندې ډول دي.

نواب خان (کپتان) محمود شينوارى، عبدالقادر، مومن ځدراڼ، باچا حسين، فضل نيازى، زرجان، هميم خان، شاه محمود، عبدالله، ياسر، تاج محمد، عطاء الله، باطن شاه، ميرويس ځاځى او اسماعيل فهيم.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې د کابل ولايت کرکټ لوبډلې د متحده عربي اماراتو د رمضان جام په سياليو کې برخه اخيستې وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version