ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت : په زندانونو کې ملي او نړيوال قوانين په پام کې نيول کېږي

21 Jan 2013 - 16:52
21 Jan 2013 - 16:52

کابل (پژواک٢سلواغه ٩١) : د افغانستان د امنيتي چارواکو د زندانونو په اړه د يوناما وروستى  راپور په کلکه رد او په ډاګه يې کړه، چې په زندانونو او توقيف ځايونو کې له بنديانو سره د ملي او نړيوالو قوانينو سره سم چلند کيږي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت ( يوناما) پرون راپور خپور کړ ، چې په کې راغلي دي د ملګرو ملتونو پلټونکو د افغانستان په زندانونو او توقيف ځايونو کې د څه له پاسه ۶۳۵ بنديانو سره خبرې کړي او هغوى ورته ويلي ، چې له دوی سره ناوړه چلند کېږي او يا هم وهل او ټکول  کېږي.

د ملګرو ملتونو په ياد راپور کې ١٤ هغه ناوړه چلندونه او ربړونې په ګوته شوي ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له زندانيانو سره کيږي .

د بېلګې په توګه په راپور کې راغلي ، چې په ناوړه چلندونو کې د برېښنا ټکانونه او د کيبل او کوتک وهنې ترڅنګ جنسي تيري او سيستماتيک ربړونې هم شامل دي .

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمن او د ملي امنيت سرپرست حسام الدين حسام د سلواغې  په ٢مه، په يوې خبري غونډه کې د يوناما ياد راپور رد کړ .

رحمن وويل ، چې کورنيو چارو وزارت په کور دننه او بهر کې د زندانونو د ساتوونکو او منسوبينو لپاره کورسونه او سيمينارونه جوړ کړي، ترڅو له زندانيانو سره سم چلند وکړي .

هغه زياته کړه : ”د کورنيو چارو وزارت له هيڅ زنداني سره بد چلند نه کوي، زه د يوناما دغه راپور په کلکه ردوم ،خو د افغان دولت وسلوالو مخالفينو خپلو کسانو ته ويلي ، چې د پلټونکو ګروپونو پر وړاندې شکايت وکړي ترڅو په خلاصون کې ورسره مرسته وشي . ”

د رحمن په وينا، يوناماد هيواد د زندانونو په هره برخه کې ، چې د زندانيانو د ربړونې په اړه اسناد لري د کورنيو چارو له وزارت سره دې شريک کړي، ترڅو دغه شان قضيو ته رسيدنه وشي او په راتلونکي کې يې له تکرار څخه مخنيوى وشي .

ده زياته کړه ، چې له زندانونو څخه د بشري حقونو کمېسيون ، د ملي شورا او نورو بنسټونو پلاوي وخت په وخت ليدنه کوي، خو کله هم داسې نه ده شوي ، چې  زندانيانو ورته د ربړونې په برخه کې شکايت کړى وي .

د رحمن په وينا، کله چې په افغانستان کې د سولې او ملي حاکميت خبرې رامنځته شي، نو د يوناما او يا هم د ځينو نورو بنسټونو لخوا دغه شان راپورونه خپريږي .

دغه راز د ملي امنيت دعمومي رياست سرپرست حسام الدين حسام وويل ، چې د ملي امنيت منسوبين د دې ارګان په نظارت خونو کې له زندانيانو سره د ملي او  نړيوالو قوانينو په رڼا کې چلند کوي .

د هغه په وينا، په تېرو لسو مياشتو کې د سلو ځلو په شاوخوا کې د بېلابېلو بنسټونو پلاويو د ملي امنيت له نظارت خونو څخه ليدنه کړې او له ځينو زندانيانو سره يې په  جلا جلا ډول خبرې هم کړې دي .

حسام زياته کړه ، هغو کسانو د خبرو پرمهال يادو پلاويو ته شکايت کړى ، چې په استخباراتي کړيو پورې تړلي کسان دي او غواړي ، چې رواني جګړه روانه وساتي.

حسام د ملي امنيت د عمومي رياست په  ټولو نظارت خونو کې د زندانيانو ځړول ، د نوکانو وېستل  ، د برېښنا د ټکانونو ورکول او يا هم نورې ربړونې په کلکه رد کړې.

يادو امنيتي چارواکو دا خبرې هم رد کړې، چې ګوندې سيمه ييز پوليس په ولايتونو کې زندانونه لري او ياهم  په کندهار کې د طالبانو دتحريک دمشر ملا محمد عمر له کور څخه د زندان په توګه ګټه پورته کيږي .

دغه راز د افغانستان د زندانونو عمومي مشر مل پاسوال اميرمحمدجمشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د هېواد په زندانونو کې سره له دې ، چې له زندانيانو سره بد سلوک نه کيږي ، زندانيانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ حرفوي زده کړې هم ورکول کيږي .

جمشيدي زياتوي : ((دا خبره هېڅ ريښتيا نه ده ، چې په زندانونو کې زندانيان  وهل کيږي .))

ده وويل ، چې د افغانستان د زندانونو دروازې د رسنيو او ملګرو ملتونو د پلټونکي ګروپ پر وړاندې پرانېستې دي او هر وخت کولاى شي ، له نږدې زندانيان مشاهده کړي، ترڅو حقيقت ټولو ته ښکاره شي .

يوناما ويلي ، چې دغه راپور يې د يوه کال په موده کې ( ۲۰۱۱ کال اکتوبر نه د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر) پورې په هغو زندانونو کې د بنديانو پر حال چمتو کړى ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا اداره کيږي .

د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت په راپور کې راغلي ، چې يوناما تېر کال هم ورته راپور خپور کړى او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه ، چې په دې برخه کې اړونده مسوولينو ته لارښوونه او سپارښتنې  وکړي.

ديادونې ده ، چې په کابل کې د بريتانيا سفارت ،ارپايي اتحاديې او ايساف د  زندانونو په برخه کې د يوناما له ياد راپور څخه ملاتړ کړى دى .

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version