ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارشاهي صنعتي پارک سوداګرو ته وسپارل شو

23 Jan 2013 - 16:39
23 Jan 2013 - 16:39

جلال اباد (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي صنعتي پارک د لومړنيو کارونو تر بشپړېدو وروسته د سلواغې په ٤مه د سوداګرو په واک کې ورکړل شو.

په دغو مراسمو کې د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر وفي الله افتخاري، د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال، ځايي چارواکو او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.

د ايسا مشر افتخاري د ياد صنعتي پارک د سپارلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه صنعتي پارک په ١١ سوه جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې دوه فيزونه لري.

هغه زياته کړه، چې دغه پارک د سيمې په کچه پرمختللی پارک دى او په دې کې ټولې دوه سوه پنځه نوي نومرې دي او تر اوسه ورته د سوداګرو له خوا ١٥٠٠ د سوداګرۍ پلانونه رسېدلي دي.

د افتخاري په وينا، چې اوس يې يواځې شلو هغو پانګه والو ته د ځمکو اسناد ورکړل، چې هغوی له دې وړاندې په کرايه او يا يې هم په نامناسبو ځايونو کې فعاليت کاوه.

بلخوا يو شمېر سوداګر اندېښنه لري، چې په دغه صنعتي پارک کې د ځمکې وېش عادلانه نه دی او په وينا يې هغه چا ته اول حق ورکول کېږي، چې واسطه ولري.

افغان سوداګر مخلص احمد پژواک اژانس ته وويل، چې د ايسا ادارې له وړاندې نه داسې خلکو ته کاري جوازونه ورکړي، چې هغوی هېڅ سوداګريز فعاليتونه نه لري.

هغه زياته کړه: ((ما ته معلومه ده، چې په دغه صنعتي پارک د ځمکې لپاره داسې خلکو جوازونه اخيستي، چې هېڅ سوداګريز فعاليت نه کوي، خاص د دې لپاره چې سبا په بل پانګوال په لوړ قيمت وپلوري.))

نوموړي له اړوند چارواکو وغوښتل، چې دوی بايد لومړی د هغو خلکو يا شرکتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او بيا دې ورته ځمکه ورکړي.

 خو د ايسا د دفتر مشر وفي الله افتخاري بيا دا ټولې ادعاوې ردوي چې ګوندې دوی مخکې له مخکې داسې خلکو ته جوازونه ورکړي چې هېڅ سوداګريز فعاليت نه کوي.

 نوموړي زياته کړه: ((په دې ښارګوټي کې به مافيا ته اجازه نه ورکول کې چې خپل سري کارونه وکړي.))

 د هغه په وينا، هر پانګه وال ته يې يو نيم کال وخت ورکړى، که په دې موده کې يې فعاليت پيل نه کړي، ځمکه ترې بېرته اخيستل کېږي او جريمه به هم ورکوي.

 خو دا چې په دغه صنعتي پارک کې په بشپړه توګه پيسې نه دي لګول شوي د ايسا ادارې مشر هم دا خبره تاييدوي خو وايي،چې دې ادارې ته اوس نوی راغلی او هغه تېروتنې،چې شوي هغه د پخواني رييس پورې اړه لري.

 د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي په ياده پرانيست غونډه کې د دغه صنعتي پارک په رغېدو خوښي ښکاره کړه او زياته يې کړه، چې اوس افغان پانګوال کولی شي، چې خپلو داخلي توليداتو ته وده ورکړي.

 هغه زياته کړه: ((د دې پارک په پرانيستل کېدو به زموږ داخلي صنعت وده وکړي او موږ به د بهرنيو هېوادونو له احتياجه خلاص شو.))

 د ياد صنعتي کار د جوړولو کار دوه کاله مخکې پيل شوى و، چې په کې د احاطې دېوال د برېښنا او سړکونو تر جوړولو وروسته يې نن ځمکه پر انګوالو وېش پيل شو.

 نړيوال بانک دې پروژې لپاره ٢٥ ميليونه ډالره ځانګړې کړې وه.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version