کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ايساف يوه بې پيلوټه کشفي الوتکه غورځېدلې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د سلواغې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا الوتکه پرون لوېدلې خو د غورځېدو لامل يې تر اوسه نه دى څرګند او په اړه يې پلتڼې پيل شوې دي.
بلخوا وسلوالو طالبانو ويلي، چې دا بې پيلوټه الوتکه د دوى له خوا ويشتل او غورځول شوې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا بې پيلوټه الوتکه د جاني خېلو ولسوالۍ د سورکۍ غره په سيمه کې په نښه او وويشتل شوه .
هغه زياته کړې، چې يادې الوتکې له ویشتلو سره سم اور واخیست او ولودېده.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ويشتل شوې او يا هم غورځېدلې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن