لښكرګاه: (پژواك ۵سلواغه۹۱) د هلمند د كجکی ولسوالۍ اوسيدونكي له چارواکيو غواړي ، چې ددې ولسوالۍ د ښوونځيو د بيا فعالېدو لپاره اړينې هڅې وکړي.
ددې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عّبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو څوكلونوكې د ناامنيو له امله په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير په ټپه درېدلى دى .
د هغه په وينا، دا مهال ددې ولسوالۍ په کچه يواځې يو ښوونځى د ولسوالۍ په مرکز کې فعال دى ، چې هغه هم ودانۍ نه لري.
دغه قومي مشر غوښتنه وكړه ، چې د پوهني رياست دې ، دې برخې ته پوره پاملرنه وكړي، تر څو ماشومان له زده كړو برخمن شي.
د سيد محمد په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونكي، په كجكي كې خبريالانو ته وويل ، چې په دې ولسوالۍ کې په تېرو شاوخوا لسوكلونوكې د روانو حالاتو له امله هېڅ ډول پرمختګ نه دى شوى.
هغه وويل: ” د هلمند په كچه د كجكي ولسوالۍ له خلكو سره سخت ظلم شوى ، چې له امله يې ماشومان بې تعليمه لوى شول او له همدې امله اوس د ټولنې لپاره ستونزې راپيداكوي.”
دده په خبره، يو شمېر كسانو، چې امكانات او شته يې درلودل خپل ځوانان او ماشومان لښكرګاه او نوور سيمو ته د زده کړو لپاره ليږلي ، خو د بيوزلو ماشومان له دې نعمت څخه بې برخې دي.
يادو کسانو له چارواكوغوښتنه وكړه ، چې د نورو ستونزو د لرې کولو تر څنګ ، په كجكي كې تړل شويو ښونځيو ته د فعاليت لارې چارې ولټوي او ودانۍ ورته جوړې كړي.
د هلمند والي حاجي محمد نعيم بلوڅ وايي، چې د ښوونځيو د بيا فعالېدو چاره يې په کاري لومړيتوبونو کې ده او په دې اړه به د پوهنې رياست چارواکيو ته اړينې لارښوونې وکړي.
والي له خلكو هم په دي برخه كې د مرستې غوښتنه وكړه او ويې ويل، چې د خلكو له مرستې پرته په دې برخه كې کار کول بې ګټې دي.
خو د هلمند د پوهنې رييس محمد نسيم صافى وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې درې لومړني ښوونځي ، چې ودانۍ نه لري فعاليت کوي .
د ده د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالي په تشكيل کې دوه لېسې او ١٧ لومړني او منځني ښوونځي لري، چي له تيرو څو كلونو راهيسې د امنيت د نشتوالي له امله تړل شوي دي .
خو هغه وايي، چې كه خلك مرسته وكړي، نو دوى امكانات لري، چي تړل شوي ښوونځي د زده كوونكو پر مخ پرانيزي.
دا مهال د هلمند له ۳۳۶ ښوونځيو څخه ۱۷۹ يې فعاليت لري او پاتې نور يې د ناامنيو له امله تړل شوي دي .
دا په داسې کال کې ده، چې په وروستيو کلونو کې سلګونه ښوونځي بېرته پرانېستل شوي او په سلګونو لا هم تړلي پاتې دي ، خو د پرانېستې هڅې يې کيږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن