ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې د سرګلولې چاودنې درې ماشومان ووژل

26 Jan 2013 - 15:43
26 Jan 2013 - 15:43

چاريکار (پژواک ٧ سلواغه ٩١): د پروان په کوه ساپي ولسوالۍ کې د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کوه ساپي ولسوال سيف الدين بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشومان له ١١ تر ١٧ کلونو عمرونه لري او د دې ولسوالۍ د دندر پايين او دندر بالا کليو اوسېدونکي دي.

دى وايي، يادو ماشومانو خپل مالونه د غره لمنو ته د څرولو لپاره بيولي وو، چې له دې پېښې سره مخ شول.

د بيدار په وينا ، ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې ماشومانو دغه سرګلوله د غره په لمنه کې موندلې او د لوبو پر مهال پرې چاودېدلې ده.

هغه وويل، چې دغه سرګلوله پر افغانستان د روسانو د يرغل له مهال څخه په ياده سيمه کې پاتې وه.

خو د سيمې يو قومي مشر شاه محمود وايي، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د چاودنې ځاى ته نږدې د امريکايي ځواکونو اډه وه، ښايي دغه ناچاودې مرمۍ له هغوى پاتې وي.

دى وايي، يوه ټپي شوي ماشوم هم ورته ويلي، چې سرګلوله نوې وه.

شاه محمود هم تاييد کړه، چې په دې چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو ټپيانو څخه دوه يې چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى، د کوه ساپي په شل بستريز روغتون کې بستر دي.

دى وايي، دوه نور ټپي شوي ماشومان ، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، په مرکز چاريکارو کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د کوه ساپي ولسوالۍ په مرکز کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپيان وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version