ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پشت کوه ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

27 Jan 2013 - 10:27
27 Jan 2013 - 10:27

فراه (پژواک ۸ سلواغه ۹۱):  د فراه ولايت د پشت کوه ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوه بل افسر  سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين تېره شپه اته بجې د کنګ په کلي کې د پشت کوه د امنيه قوماندان څارنمن زمري فراهي پر موټر وچاودېد.

دی وايي، چې په دې چاودنه کې فراهي له يوه تن ساتنمن سره خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل پوليس ټپي دی.

کينتوز زياته کړه، د پشت کوه ولسوالۍ امنيه قوماندان غوښتل، چې په دغه کلي کې يو ماين کشف او خنثی کړي، چې د لارې په اوږدو کې يې له مخالفينو سره نښته وکړه، کومه مرګ ژوبله يې نه لرله، خو د ستنېدو پر مهال د يوه بل ماين په چاودنه کې ووژل شو.

خو د پشت کوه ولسوال عبدالهادي کاشف وايي، امنيه قوماندان راپور ترلاسه کړی و، چې وسله وال مخالفين پلان لري څو د کنګ کلي پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړي، امنيه قوماندان له خپلوکسانوسره د همدې موخې لپاره ساحې ته نږدې ګزمه کوله، چې موټر يې د سړک غاړې له ماين سره مخ شو.

کاشف زياته کړه، چې دغه چاودنه د وسلوالو طالبانو له خوا رامنځته شوې او د امنيه قوماندان موټر هم په کې ويجاړ شوى دى.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې د پشت کوه امنيه قوماندان له پنځو پوليسو سره  يې د يوه کمين په ترڅ کې وژلي دي.

د ويلو ده، درې اونۍ وړاندې د فراه ولايت د خاک سفيد امنيه قوماندان هم له خپلو پنځو پوليسو سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو، چې مسووليت يې طالبانو پر غاړه اخيستی و.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version