ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې درې پوليس وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي

28 Jan 2013 - 13:13
28 Jan 2013 - 13:13

لښکرګاه (پژواک ٩ سلواغله ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د ماين چاودنو له امله درې پوليس وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.

د نوزاد ولسوال سيدمراد اغا د سلواغې په ٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د عليزو د کارېز په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، ټپيان شوي ماشومان درې واړه وروڼه دي، چې تېره ورځ له ولسوالۍ څخه  د عليزو د کارېز خوا ته د تګ په حالت کې له دې پېښې سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دې کسانو کې يو سخت ټپي شوى دى او دوه نور يې سرسري ټپيان دي، خو درې واړه په سيمه کې ايساف خپلو روغتونونو ته د درملنې په موخه وړي دي.

ولسوال د دغه ماين پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

بل خوا د سيمې يوه اوسيدونکي علي احمد پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي ماشومان وروڼه دي او پلار يې پوليس و ، چې تېره اونۍ د ماين چاودنې په پېښه کې ووژل شو.

د يو بل خبر له مخې،د هلمند د والي وياند احمد زيرک وايي، چې په همدې ورځ په مارجې ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغه چاودنه د مارجې د ولسوال د موټرو پر کاروان د يادې ولسوالۍ په شنغزک  سيمه کې شوې، خو ولسوال ترې روغ وتلى دى.

د دغې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په ګرشک او د لښکرګاه اړوند په باباجي سيمه کې يې درې بهرني سرتېري وژلي دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version