ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي : د ظرفيت په لوړېدو سره د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبله کمه شوې

30 Jan 2013 - 16:15
30 Jan 2013 - 16:15

 کابل ( پژواک ۱۱ سلواغه ۹۱) : د روان کال په شپږو مياشتو کې د ملي اردو ۴۶۳ منسوبين وژل شوي ، په داسې حال کې ، چې تېر کال په همدومره وخت کې دغه شمېره ۴۷۲ تنه وه .

دغه مطلب د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې څرګند کړ .

د هغه په وينا، د ملي اردو په مرګ ژوبله کې دغه کمښت داسې مهال راځي ،چې له افغانستان څخه ۵۰ زره بهرني ځواکونه وتلي او دا مهال اتيا سلنه عمليات دافغان ځواکونو په مټ ترسره کېږي .

نوموړي ددې لامل د افغان ځواکونه ظرفيت لوړېدل وبلل .

عظمي وويل ،چې د ملي اردو تاسيسات له نړيوالو معيارونو سره جوړ شوي او د ملي اردو ځواکونه په شلو نظامي ښوونځيو کې روزنه ترلاسه کوي .

د نوموړي په وينا، له هغه مهال ،چې دځانګړو او عمومي عملياتو اتيا سلنه لارښوونه دملي اردو پر غاړه شوې ، نو د ملي اردو په عملياتو کې ملکي مرګ ژوبله دپام  وړ کمښت موندلی دی .

سرچينې زياته کړه ،چې دملګروملتونو سازمان هم په خپل راپور کې ددغې موضوع پخلی کړی دی .

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو دلېږد چارې تېر کال پيل شوې او تر دې  مهاله په درېيو پړاوونو کې دهېواد ۷۵ سلنه خاوره ددغه پروګرام تر پوښښ لاندې راغلې ده .

عظيمي پاکستان ته دافغانستان د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي سفر مهم او با اهميت وباله ، ويې ويل ،چې دغه سفر دامنيتي اړيکو دپراختيا، له ترهګرۍ سره دمبارزې ، دسيمې او پولو دامنيت دټينګښت ، دبندرونو دستونزو او سولې ثبات دټينګښت په اړه د خبرو لپاره تر سره کېږي .

محمدي د سلواغې په اتمه اسلام اباد ته تللی دی .

جنرال عظيمي وويل ،چې په دغه سفر کې به دپاکستان په بندرونو کې دافغان سوداګرو په ستونزو هم خبرې وشي .

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغان سوداګرو د مالونو تر څلور زرو څخه زيات کانټنرونه د بيمې او نورو مسايلو له مخې ولاړ دي.

د هغه په وينا ، د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق کياني ، افغانستان ته په خپل سفر کې د سولې له پروسې او د امنيت له ټينګښت څخه د خپل ملاتړ اعلان په درشل کې،دافغانستان د ملي دفاع وزير ته بلنه ورکړې وه.

هغه هيله څرګنده کړه، څو دا ټولې خبرې عملي شي.

همدارنګه نوموړي د پاکستان له خوا د افغان ځواکونو روزلو د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې تراوسه کوم تړون نه دى لاس ليک شوى،خو په دې ټولو برخو خبرې روانې دي.

هغه وويل،چې د ملي دفاع وزير به سبا هيواد ته راستون شي او د سفر پايلې به اعلان کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version