ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په پاکستان کې د ځواکونو د روزنې پرېکړه به لوړ پوړي چارواکي کوي”

2 Feb 2013 - 10:55
2 Feb 2013 - 10:55

اسلام اباد (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د پاکستان له خوا افغان ځواکونو ته د روزنې پرېکړه به په کابل کې جګپوړي چارواکي کوي.

دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس د سلواغې په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د ملي دفاع د وزير جنرال بسم الله خان په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره ګټورې او اغېزمنې خبرې کړې دي.

ياد پلاوى تېره اونۍ په پنځه ورځني سفر اسلام اباد ته تللى و، هلته يې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني او ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون له يو شمېر چارواکو سره وليدل.

افغان پلاوي دغه راز په اسلام اباد او بلوچستان ايالت کې له يو شمېر پوځي روزنيزو مرکزونو هم ليدنه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر د دغه سفر پر مهال افغان پلاوي ته وړانديز وکړ، چې دوى د افغان ځواکونو روزنې ته تيار دي.

خو زردشت شمس وايي، چې افغان ځواکونو ته په پاکستان کې د روزنې ورکولو پرېکړه به په کابل کې لوړ پوړي چارواکي کوي.

د هغه په وينا، د پاکستان پوځي چارواکو يو ځل بيا افغان پلاوي ته د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز وکړ، خو ده زياته کړه، چې پلاوى به په کابل کې د افغان دولت له لوړ پوړو چارواکو سره تر مشورې وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د جنرال محمدي په مشرۍ د افغان پلاوي د سفر موخه له پاکستان سره په پوځي برخه کې د اړيکو لا پياوړتيا وه.

د افغانستان او پاکستان د عالمانو د ګډ کنفرانس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب شمس وويل، ټاکل شوې دغه کنفرانس د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې په کابل کې جوړ شي.

تر دې مخکې د شوې پرېکړې له مخې، دغه کنفرانس بايد د جنورۍ په وروستيو کې جوړ شوى واى، خو پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې د بشپړې تيارۍ نه نيول کېدو له امله دغه کنفرانس ځنډېدلى دى.

شمس وايي، چې پاکستان او افغانستان د دغه کنفرانس لپاره خپل ګروپونه ټاکلي تر څو وکولاى شي له کنفرنس څخه مخکې له يو بل سره وويني او په لازمو چارو سره وغږېږي.

يوې پاکستانۍ سرچينې هم پژواک ته وويل، چې د دوى له لوري هم يو پلاوى ټاکل شوى، څو د ياد کنفرانس په اړه له افغان پلاوي سره وګوري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version