کابل (پژواک،١٥سلواغه٩١):افغانستان له پاکستان سره د اړيکو پراختيا او پياوړتيا ته ژمن دى، خو د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک په ځينو ” ګډو لومړيتوبونو” کې پرمختګ پورې تړلى دى.
دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې .
هغه وويل ،چې پاکستان د ستراتيژيکو همکاريو د سند يوه مسوده افغانستان ته سپارلې ده.
ده د يادې مسودې په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې د ستراتيژيکو همکاريو سند به هغه مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د (اپټا) ترانزيټي تړون پوره پلى شي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيټ تړون ( اپټا) په ١٣٩٠ کال کې لاسليک شوى، خو تر اوسه دغه تړون د پاکستان لخوا د ځينوشرايطو په وړاندې کولو سره پوره نه دى پلى شوى .
د اپټا د تړون له مخې، د نورو سوداګريزو او ترانزيټي اسانتياوو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو موټر کولاى شي د دواړو هېوادونو بندرونو ته تګ راتګ وکړي .
د پاکستان موټر دافغانستان ټولو بندرونو ته تګ راتګ کولاى شي،خو د افغان سوداګرو موټر ځکه د پاکستان بندرونو ته نه ځي، چې د بيمې او ځينو نورو لاملونو له امله تګ ورته ګران تماميږي.
خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ٤ زره کانتينره توکي د بيمې او نورو پلمو له مخې درولي او افغانستان هم اړ شوى، چې له تېرو څو ورځو راهيسې ورته اقدام وکړي او په تورخم او ځينو نورو سيمو کې د پاکستان د سوداګرو موټر تم کړي.
موسى زي وويل ، چې لا هم د اپټا تړون په پلې کېدو کې ډېرې جدي ستونزې موجودې دي او دا له پاکستان او د سيمې له نورو هېوادونو سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا او پياوړتيا پر وړاندې خنډ ګرځېدلى دى.
که څه هم موسى زي وويل ، چې د پاکستان ددې اقدام پر وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت هم ورته اقدام کړى ، خو زياته يې کړه ، چې د سوداګرۍ پراختيا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
موسى زي وايي ، افغانستان د اپټا تړون په پلې کېدو کې هېڅ ستونزه نه لري، خو هيله من دى، چې د پاکستان له لوري شته ستونزې له منځه لاړې شي.
دى وايي که دا کار وشي، نو دې ته به لاره هواره شي، چې د سيمې نور هېوادونه هم په دې تړون کې شامل شي.
د موسى زي په خبره، پاکستان د اپټا تړون د پراختيا غوښتونکى دى او غواړي، چې تاجکستان هم ددې تړون برخه وګرځي.
موسى زي وايي سره له دې چې افغانستان په دې تړون کې د نورو هېوادونو د شاملېدو هرکلى کوي، خو زياتوي چې اوسمهال دا کار ځکه بې ګټې دى، چې دا تړون لا د دوو هېوادونو ترمنځ پوره نه دى پلى شوى.
ده همداراز د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان عملي همکاري او په دې پروسه کې پرمختګ هم له هغو اړتياوو وبلل، چې کولى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسليک ته لاره هواره کړي.
موسی زي زياته کړه:” موږ هيله من يو، چې په نورو مواردو کې هم پرمختګونه ولرو. دا پرمختګونه د هغې مسودې پر سر خبرو ته لاره هواروي ، چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت له لوري له افغانستان سره شريک شوى او په پايله کې دا پرمختګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې هوکړې لاسليک ته لاره هواروي.”
موسى زي وويل ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پراختيا، د سولې پروسې او په سيمه کې د سولې او ناامنۍ د لاملونو نږدې والي ته په کتو ډېرې مهمې دي.
د هغه په خبره: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په طبيعي ډول بايد ستراتيژيکې وي.”
ده وويل ، چې که څه هم له پاکستان سره اړيکي مهمې دي او افغانستان غواړي ، چې له پاکستان سره ستراتيژيکې اړيکې ولري، خو که ستراتيژيکې اړيکې يواځې د کاغذ پرمخ پاتې شي، نو دا به د هېڅ هېواد په ګټه نه وي.
موسى زي زياته کړه:”موږ غواړو د ستراتيژيکو اړيکو تړون هغه مهال لاسليک شي ، چې وشو کولى ددې تړون ټول مواد په پوره ډول پلې کړو، همدا دليل دى چې هيله من يو، چې په يادو شويو لومړيتوبونو کې د پرمختګ له لارې ددې سند لاسليک ته لاره هواړه کړو.”
دا په داسې حال کې ده ، چې ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د چارواکو دوه ورځنۍ سرمشريزه نن (١٥سلواغه) په لندن کې پيل شي.
موسى زي وويل ، چې د دې غونډې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې له بهير څخه د پاکستان ملاتړ دى.
ده هيله وښوده ، چې د درېيو هېوادونو دغه ناسته د افغانستان د سولې له بهير څخه د پاکستان د عملي ملاتړ د پياوړتيا سبب شي.
ده همداراز وويل ، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ په المان کې د مونيخ کلني امنيتي کنفرانس په درشل کې د ځينو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترڅنګ د قطر له لومړي وزير سره کتلي او په دوه اړخيزه اړيکو يې خبرې کړې دي.
موسى زي په دې اړه چې زلمي رسول د قطر له لومړي وزير سره په دې هېواد کې طالبانو ته د دفتر د جوړېدو پر سر هم خبرې کړې دي، له څه ويلو ډډه وکړه.
خو ده وويل، چې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانيستل په دې پورې اړه لري، چې طالبان د سولې په پروسه کې ګډون ته چمتووالى وښيي او په رسمي ډول اعلان وکړي، چې د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو ته تيار دي.
د موسى زي په وينا، د طالبانو په مشرانو کې داسې کسان شته، چې د خبرو له سياسي پروسې سره يوځاى کېدو ته لېوال دي،خو هغه په دې اړه د چا نوم وانه خيست.
دى وايي: ” د افغانستان دولت له هغه چا سره خبرې کوي او د سياسي خبرو پروسې ته داخلېږي ، چې هغوى يوه سياسي حل لارې ته خپل ژمنتيا اعلان کړې وي او د خپل دريځ رسميت يې ثابت کړى وي. او له هغو کسانو او ډلو سره ، چې د افغانستان د خلکو، سولې او ثبات دښمنان دي، خپلو امنيتي او پوځي هڅوته دوام ورکوي.”
موسي زي په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل ، چې د سوريې په مرکز دمشق کې په وروستيو تاوتريخواليو کې درې تنه افغانان هم وژل شوي دي .
ده په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې په اردون کې د افغانستان سفارت په سوريه کې د مېشتو افغانانو وضعيت څاري .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن