ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل هوايي ډګر کې يو تن له هيرويينو سره ونيول شو

3 Feb 2013 - 12:12
3 Feb 2013 - 12:12

کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): پوليسو نن له غرمې مخکې هغه تن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نيولى، چې غوښتل يې ٢،١٣٢ کيلوګرامه هيرويين هند ته ولېږدوي.

دا څرګندونې د کابل نړيوال هوايى ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال جمعه عديل نن په ياد ميدان کې خبريالانو ته وکړې.

د ده په وينا، نيول شوى تن افغان دى او سيد عادل نوميږي.

دى وايي، چې سيدعادل دغه نشه يي توکي په يو بيک کې ځاى پر ځاى کړي و او غوښتل يې چې د دغه هوايي ډګر له لارې يې د هندوستان ډيلي ښار ته ولېږدوي.

هغه وويل، چې دغه تن امنيتي ځواکونو نن سهار مخکې له دې ، چې د صافي هوايي شرکت په الوتکه کې هند ته روان شي، نيولى دى.

د عديل په وينا، د کابل په هوايي ډګر کې د اکسرې د نويو ماشينونو په نصبولو سره ناممکنه ده، چې څوک وکولاى شي له دې لارې نشه يي توکي قاچاق کړي.

د ماليي وزارت په مرسته څه موده وړاندې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې څلور د اکسرې پرمختللي ماشينونه نصب او فعال شوي دي.

عديل وايي: ((نننۍ کس مخکې له دې چې اصلي ماشين ته ورسېږي، نيول شوى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، ټول مسافر په څلورو واړو ماشينونو کې چک کېږي.

د ده په وينا، په تېرو لسو مياشتو کې دا لومړې پېښه ده، چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يو تن د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول کېږي.

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېر کال ١٨ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو په دغه ډګر کې نيول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د امريکا د متحدو ايالتونو پوځ پر کام اير افغاني هوايي شرکت د نشه يي توکو د قاچاق تور پورې کړ او ويې ويل، چې نور به له دغه شرکت سره هېڅ ډول تړون ونه کړي.

د کابل د نړيوال هوايي ډګر قوماندان په همدې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، که له دغه هوايي ډګر څخه مسافر وړونکې الوتکې نورو هېوادونو ته پرواز وکړي او نشه يي توکي ولېږدوي نو اړوند هېواد دوى ته خبر ورکوي.

ده وويل، چې له دغه ډګر څخه د کام اير او نورو الوتکو له لارې د نشه يي توکو د قاچاق هېڅ راپور نه دى تر لاسه کړى.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د کام اير خصوصي هوايي شرکت چارواکو هم پر کام اير د نشه يي توکو د قاچاق لګېدلى تور بې بنسټه بللى دى.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې که دغه کار رښتيا وي ، نو اسناد او شواهد دې وړاندې شي او د کام اير شرکت مشر دغه تور د دغه شرکت پر وړاندې توطيه وبلله. 

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version