ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د ايران د دوو سترو پروژو چارې درېدلې دي

3 Feb 2013 - 15:01
3 Feb 2013 - 15:01

کابل (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۱): په هرات ولايت کې د رېل ګاډي د پټلۍ او په فراه ولايت کې د يوه سړک د جوړېدو چارې، چې په افغانستان کې د ايران اوسنۍ دوه سترې او بنسټيزې پروژې ګڼل کېږي، ځنډول شوې دي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانستان د دغو دوو پروژ د ځنډولو په اړه، چې د سوداګرۍ په غوړېدو کې ځانګړی اهميت لري، خپلې اندېښنې له ايران سره شريکې کړې دي.

د رېل ګاډي دغه کرښه، چې له ايران سره له ګډې پولې د هرات تر غوريان ولسوالۍ پورې غځېږي او ټول ټال ۶۱ کيلومتره اوږدوالی لري، د ۱۳۸۶ کال په غويي مياشت کې د ايران له بلاعوضې مرستې نه د ۷۵ميليونه ډالرو په لګښت پيل شوې او ټاکل شوې وه، چې په ۱۳۸۸ کال کې ګټې اخيستې ته وسپارل شي.

دويمه بنسټيزه پروژه له ايران سره په ګډه پوله د خواجه ابونصر فراهي له ګمرګ نه د فراه تر ښاره د ۱۲۱ کيلومتره سړک جوړونه وه، چې دغه هېواد يې تر ۱۳۸۹ کال پورې له بلا عوضې مرستې نه د جوړولو ژمنه کړې وه.

د فوايد عامې وزارت دغه مرستيال وويل، چې د فراه سړک جوړول د تېر کال له وري مياشتې او د رېل ګاډي د کرښې جوړولو چارې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې ځنډېدلې او ايراني کارګر له افغانستان نه تللي دي.

وحيد وويل: “موږ په دې اړه څو ځلې له ايراني چارواکو سره خبرې کړي، د هغوی ستونزې لکه د کارکوونکو د تګ راتګ اسانتياوې او د امنيت په برخه کې د ايراني شرکتونو اندېښنې مو لرې کړې دي.”

د فوايد عامې مرستيال زياته کړه، د بهرنيو چارو وزارت ژمنه کړې، چې د اړتيا پر مهال په دې پروژو کې ايراني کارګرو ته وېزې چمتو کړي او د کورنيو چارو وزارت هم د کار سيمو ته په کافي اندازه ځواک ځای پر ځای کړی دی.

خو احمدشاه وحيد څرګنده کړه، چې له دومره هڅو سره سره بيا هم د دغو پروژو مخته وړونکي ايراني شرکتونه نه دي حاضر شوي، چې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.

د فوايد عامې وزارت د رېل ګاډو د پټلۍ رييس عبدالباري صديقي پژواک ته وويل، چې د دغو پروژو د لومړي پړاو چارې، پای ته رسېدلي او د دويم پړاو چارې له يوه اوږده ځنډ وروسته بېرته پيل شوې او د رېل اېښود لپاره چمتو ده.

صديقي د دې پروژې د دويم پړاو د مخته وړونکي ايراني شرکت ((تهران گسترش)) له قوله ويلي و، چې د رېل دغه پټلۍ به د ۱۳۹۱ کال تر پايه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې له پيل نه يو کال وروسته، د نامنيو د څرګندېدو، د خلکو د ځمکو استملاک او سخته يخني د دې لامل شوه، چې د دې پروژې د لومړي پړاو مخته وړونکی شرکت ((اباد راهان پارس)) خپل کار وځنډوي.

په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نورخان نېکزاد وويل، چې اوس مهال د دغو پروژو د کار پر وړاندې هېڅ امنيتي ستونزه نه شته او د هرات ولايت پوليس د هغوی امنيت ته ژمن دي.

خو د فراه سړک د جوړولو کار هم د ۱۳۹۰ کال د ورې په ۳۱ مه نېټه وروسته له هغه وځنډول شو، کله چې د دغه شرکت د مخته وړونکي شرکت ۱۲ کارګر د ناپېژانده وسلوالو له خوا برمته شول.

د فوايد عامې وزارت د مرستيال په وينا، چې په لنډ وخت کې د دغو کارګرو له خلاصون وروسته هم تر اوسه پورې دغه شرکت  د دويم ځلي کار لپاره نه دی حاضر شوی.

احمدشاه وحيد وويل: “دغه سړک ۵۰ کيلومتره قير شوی، ايراني چارواکو اعلان کړی، چې چمتو دي، څو لومړۍ برخه تحويل کړي، خو موږ له خپلې څېړنې وروسته د دې پروژې د کيفيت د ټيټوالي له امله د پروژې له تسليمۍ نه ډډه وکړه.”

د وحيد په خبره، دا چې د دې پروژې د اجرا او طرحې ټول پړاوونه د ايران له لوري ترسره شوي، د فوايد عامې وزارت يې د جزئياتو په اړه معلومات نه لري، خو د اوسنيو بيو مطابق د دې پروژې ټول لګښت د براورد له مخې ۱۲۰ ميليونه ډلر کېږي.

د فراه د والي مرستيال محمديونس رسولي سره له دې چې د دغه سړک کيفيت د منلو وړ نه ګڼي وايي، چې ځايي اداره په بشپړ ډول د دوی امنيت ساتلو ته چمتو ده.

هغه وويل: “د پوليسو يوه ځانګړې قطعه د دې پروژې د امنيت ساتلو لپاره ګزمارل شوې ده، اوسمهال په دې برخه کې هېڅ کومه امنيتي اندېښنه شتون نه لري.”

خو په کابل کې د ايران د سفارت يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې د دغو دوو پروژو د ځنډېدلو عمده لامل امنيتي اندېښنې دي.

د دې سرچينې په وينا، د دواړو لورو له خوا د د اندېښنو د لرې کولو لپاره خبرې اترې دوام لري او تمه ده، چې ډېر ژر به د دغو پروژو کار له سره پيل شي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version