پل علم (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د سړې هوا او د لارو د بندېدو له امله يوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي.
په لوګر کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر اجمل ستانکزي د سلواغې په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په خروار ولسوالۍ کې يوه مور او دوه ماشومان يې د سړې هوا له مړه شوي دي.
د هغه په وينا، په خروار کې د کليو لارې له ولسوالۍ او د ولسوالۍ لارې له مرکز او نورو سيمو سره تړلې دي، چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د لوګر د ازرې، څرخ او بره کي برک ولسواليو د کليو لارې له ولسواليو سره او د ولسواليو لارې له مرکز پل علم سره تړلې دي او خلک يې له روغتيايي ستونزو او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين هم پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د کليو لارې له مرکز سره تړلې او خلک نه شي کولاى د اړتيا وړ خوراکي توکو لپاره بازار ته ولاړ شي او يا هم خپل ناروغان روغتونونو ته بوځي.
د ده په خبره، دوى په دې اړه اړوند چارواکو ته راپور ورکړى، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.
د ازرې ولسوال قاضي حميدالله حميد هم په خپله ولسوالۍ کې د لارو بندېدو خبره مني او وايي، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د لارو د خلاصېدو لپاره تر اوسه څه نه دي شوي.
د هغه په وينا، له تېرو درېيو ورځو راهيسې واوره ورېږي او خلک نه شي کولاى چې له کورونو بهر ووځي.
د ازرې د سيمه ييزې شورا غړي قاري سردار ولي پژواک اژانس ته وويل، چې ولايتي چارواکي د لارو په خلاصېدو کې ناغېړي کوي او دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له مخکې له خصوصي شرکتونو سره قرارداد هم شوى دى.
د لوګر د فوايد عامې رييس انجنير عبدالباقي ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، دوى هڅې پيل کړي، چې ژر تر ژره د خلکو پر مخ لارې خلاصې کړي، خو واوره ډېره ده، دوى نه شي کولاى چې پر يو وخت ټولې لارې پرانيزي.
د هغه په وينا، له يو شمېر خصوصي شرکتونو سره يې مخکې له مخکې د لارو د خلاصېدو لپاره قرارداد کړى او يو کيلومتر لارې پاکول يې په ٢٥ زره افغانۍ ورکړي دي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم په هرات ولايت کې د اورښتونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي وو او څلور نور ټپيان دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن