ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د کرکـټ الف لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

6 Feb 2013 - 15:09
6 Feb 2013 - 15:09

کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ): د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې دپاکستان د کراچۍ حيدراباد ګډې لوبډلې ته د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

دافغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا يو ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه نن د حيدر اباد ښار په نياز لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه ، چې د پاکستان د کراچۍ حيدراباد د ګډې لوبډلې کپتان شاهد افريدي پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

د هوتک په وينا، پاکستانۍ لوبډلې په اته دېرشم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١١٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١١٣ منډو هدف وټاکه .

نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري حمزه هوتک ډيره ښه لوبه وکړه او د سيالې ډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز دولت ځدراڼ دوه او کريم صادق يو لوبغاړى وسوځاوه.

د کرکټ بورډ وياند زياتوي ، چې د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په نولسم اوور کې ديوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

هوتک وويل ، چې د افغانستان له لوري محمد شهزاد محمدي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٨ منډې يې وکړې او وسوځېد.

کريم صادق ٣٦ او محمد جاوېد ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

حمزه هوتک ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود  او اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې دافغانستان د الف لوبډلې بريا ټولو هېوادوالو او د لوبډلې لوبغاړو ته مبارکي وايي.

شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې افغان لوبډلې نن خپله وړتيا وښودله او نړيوالو ته يې ثابته کړه، چې افغانان له چا څخه کم نه دي او ډير ښه استعدادونه لري.

سکاټلينډ سره راتلونکې مياشت د ترسره کېدونکو انټرکانټنينټال يا لويو وچو سياليو لپاره د تياري په موخه دافغانستان د کرکټ ۲۲ کسيزه ډله دا مهال په  پاکستان ده.

په دې لوبډله کې د هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي، د الف لوبډلې او ۱۹ کلنو لوبډلې يو شمېر پخواني لوبغاړي ، چې اوس يې عمرونه تر ۱۹ کلونو زيات دي، شامل دي.

د افغانستان دغې لوبډلې د تمريناتو او تياريو لپاره له  پاکستانيو لوبډلو سره ١٣ دوستانه لوبې په پام کې نيولي ، چې يو شمېر يې ترسره شوې دي.

له دغو لوبو څخه يې شپږ لوبې، چې پنځه يې پنځه يو ورځنۍ او يوه يې شل اووريزه لوبه ده ، د پاکستان د جيوسوپر په نامه خصوصي تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي، چې نن يې لومړۍ لوبه ترسره شوه.

د راتلونکې جمعې په ورځ د فبرورۍ په ٨مه، ملتان لوبغالي کې د ( ملتان بهاولپور) ګډې لوبډلې سره ، ٥٠ اووريزه ، د فبرورۍ ١٠مه، قذافي لوبغالي کې د (راولپنډۍ فيصل اباد) ګډې لوبډلې سره ٥٠ اووريزه، د فبرورۍ ١١مه، دپاکستان الف لوبډلې سره پنځوس اووريزه لوبه قذافي لوبغالي لاهور، د فبرورۍ ١٢مه، پاکستان الف لوبډله پنځوس اووريزه لوبه قذافي لوبغالى لاهور . دفبرورۍ ١٣مه، پاکستان الف لوبډله  شل اووريزه لوبه قذافي  لوبغالى لاهور

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version