کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): د ناورې د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر کرزي سره په خپله ليدنه کې ويلي، چې د هيواد زياتې مالي مرستې به يې د افغانستان حکومت له لارې ولګول شي.
د ولسمشر د وياندوى له دفتره په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون له غرمې مخکې ولسمشر حامد کرزي د ناروې له بهرنيو چارو وزير اسپن بارت ايده سره په اسلو ښار کې د هغه په ميشت ځاى کې ليدنه کړې ده.
کرزي او ايده د اړيکو پر پراخوالي او د ستراتيژيک هوکړه ليک په چوکاټ کې د دواړو هيوادونو پر همکارۍ، د افغانستان د سولې پر پروسې او په سيمه ييزو مسايلو بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر او د ناروې شاهي هيواد لومړي وزير پرون د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک، لاسليک کړ.
دغه هوکړه ليک، امنيتي، اقتصادي، پراختيايي، سيمه ييزې او سياسي برخې په خپل ځان کې رانغاړي.
د ولسمشر د وياندوى دفتر ليکلي، چې حامدکرزي له ايده سره په خپله ليدنه کې، د ناروې شاهي هيواد د افغانستان خلکو واقعي او مخلص دوست بللى، د ناروې هيواد د مرستو ترڅنګ يې ويلي، چې ناروې د افغانستان په مرسته او همکاريو کې پوره ونډه درلودلې ده.
حامد کرزي د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اوږدمهاله ستراتيژيک هوکړه ليک خوښې څرګنده کړې او د دواړو هيوادونو تر منځ يې د اړيکو د پراخولو يو بل مثبت ګام بللى دى.
همدارنګه د هيواد ولسمشر په دې ليدنه کې د ملکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ناروې هيواد تجربې اغيزناکې بللې او په دې ډګر کې له ياد هيواد څخه د همکارۍ غوښتونکى شوى دى.
د خبر پاڼې په وينا اسپن بارت ايده ويلي، چې ناروې د افغانستان دوست هيواد دى او له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو د غوړيدو په برخه کې خپله مرسته پر مخ بيايي.
هغه وويل، چې د ناروې ډيرى مالي مرسته به د افغانستان حکومت له لارې ولګول شي.
اسپن بارت ايده ويلي، چې هيواد يې د افغانستان د دولت په مشرتوب او مديريت د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.
د ناستې په پاى کې افغان ولسمشر ډاډ ورکړ،چې د افغانستان حکومت به د نړيوالې ټولنې مالي مرستې او په ځانګړې توګه د ناروې مرستې، چې د افغانستان حکومت له ليارې لګول کيږي، حساب ورکوونکى او ځواب ورکوونکى وي.
د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي د معلوماتو له مخې، ناروې له ١٣٨١ کال څخه د مالي کال تر پايه (١٣٩١ کال تر پايه) له افغانستان سره ټولټال ٧٦٩ مليون امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
د دغه وزارت د وړاندې شويو شميرو له مخې، تر اوسه د ناروې هيواد ٣٠ سلنه شوې مرستې د افغانسان دولت د بوديجې له لارې لګول شوې دي.
توحيدي زياته کړه، چې ناروې د ټوکيو په کنفرانس کې ژمنه کړې، چې تر ١٣٩٦ کال پورې به هر کال له افغانستان سره ١٢٥ مليون ډالره مرسته کوي.
حامد کرزي پرون د ناروې له پادشاه او د ياد هيواد د پارلمان له مشر سره هم ليدنه وکړه.
سرچينې ليکلي، چې کرزي پرون له غرمې وړاندې د ناروې د پارلمان په ودانۍ کې د پارلمان له مشر دګ تريجي اندرسن او د ياد هيواد د پارلمان دفاعي او نړيوالو چارو کميسيون غړو او
په دې ليدنه کې، دواړو خواوو د سياسي نظامونو او د دواړو هيوادونو د پارلماني اړيکو پر پراخولو ټينګار وشو او د ناروې هيواد د پارلمان مشر ويلي دي، چې د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک، د ناروې په پارلمان کې ټولو سياسي ګوندونو منلى او ترينه يې ملاتړ کړى دى.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن