ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په قره باغ کې د لسو کليو هلکان ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي

9 Feb 2013 - 14:32
9 Feb 2013 - 14:32

غزني ښار (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۱): د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د پنځو کليو اوسېدونکو د ځينو نورو کليو ماشومان ښوونځي ته له ورتلو منع کړي دي.

د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان کلي اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ملوک په نوم يو ښونځى دى، چې د ١٥ کليو ماشومان په کې زده کړې کوي، خو په وروستيو کې د پنځو کليو خلک راولاړ شوي او د ١٠ کليو ماشومان يې ښوونځي ته له ورتګ څخه منع کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((دغه خلک وايي، چې ياد ښوونځى زموږ په نامه دى، نو بايد يواځې زموږ ماشومان په کې درس ووايي.))

د هغه په وينا، اوس مهال دوى په دې هڅه کې دي، څو د خپلو ماشومانو لپاره نوى ښوونځى جوړ کړي.

د عبدالرحمن په خبره، څو ځلې يې له دغو خلکو سره په دې اړه خبرې کړې، خو کومه پايله يې نه درلوده.

سنګي، سرپوست، جيلم، حاجې ميرجان کلا او هوتکان هغه کلي دي، چې ميرخان، جورې، ترينان، ملوک، نيازي، روزي کلا، ګورکښ، حاجې خان محمدکلا، جمال خېل او وتي کلا د کليو ماشومان يې خپل ښوونځي ته له تګ څخه ګرځولي دي.

د روزي کلا يو اوسېدونکى محمداکرم هم وايي، چې د دوى ماشومان ښوونځي ته له ورتګ څخه منع شوي او پلمه يې هم دا ده، چې ګواګې دا ښوونځى د دوى په نوم دى.

نوموړي وويل، دغه ښوونځى مخکې لومړنى ښوونځي او د شهيد غلام محى الدين په نوم و، خو چې کله لېسه شوه، نو د ملوک لېسې په نوم ونومول شو.

اکرم وويل: ((هغه مهال چې دا ښوونځى جوړېده، د د نوم اېښودو پر سر هم د دغو خلکو تر منځ جنجال و، هر يوه کوښښ کاوه، چې د خپل کوم شخصيت په نامه يې کړي.))

د ده په وينا، خو کله چې دا لېسه د ملوک لېسې په نوم ونومول شوه، نو د دغو پنځو کليو اوسېدونکي راولاړ شول او د لسو کليو ماشومان يې ښوونځي ته له ورتګ څخه منع کړل.

د جمال خېلو کلي يوه قومي مشر عبدالرزاق پژواک اژانس ته وويل، کله چې د دوى ماشومان د ملوک لېسې ته له ورتګ څخه منع شول، نو هغه مهال دغه لس کلي راولاړ شول او غواړي، چې ځان ته بل ښوونځى جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه: ((د دې لسو کليو په هر کور مو۵۰۰ افغانۍ ټولې کړې او د نوي ښوونځي لپاره مو ځمکه واخيسته او دا ښوونځى به په خپلو شخصي پيسو جوړوو.))

هغه د غزني له پوهنې رياست څخه وغوښتل، چې د يو ښوونځي په منظورولو او جوړولو کې دې ورسره مرسته وکړي، څو د دوى ماشومان له زده کړو پاتې نه شي.

د هوتکانو کلي يوه اوسېدونکي جمال الدين هم ومنله، چې د دوى خلکو د يادو کليو ماشومان له ښوونځي منع کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((هره ورځ به د ماشومانو تر منځ شخړه وه او بل په دې ښوونځي کې ماشومان زيات وو، په دې خاطر مو منع کړل.))

د هغه په وينا، د پوهنې رياست دې يا دوى ته يو نوى ښوونځى جوړ کړي او يا دې هم هغه د نورو سيمو خلکو ته جوړ کړي، نو هغه وخت به دا ستونزه هم هواره شي.

بلخوا د غزني د پوهنې رياست دغه خبره نه مني او وايي، چې د دغو کليو تر منځ د ښوونځي په اړه کومه ستونزه نشته.

د غزني د پوهنې د رييس سلاکار عبدالله ناشر پژواک اژانس ته وويل: ((هېڅ کومه خبره نشته او نه په دې ولسوالۍ کې څوک له ښوونځي څخه منع کړاى شوي دي.))

د غزني قره باغ ولسوالۍ، چې د غزني له ښار څخه په ۴۸ کيلومترۍ کې لرې پرته ده، په کې اندړ، تره کي، خروټي، دفتاڼي او مياخېل قومونه پراته دي، چې له ښوونځي منع شوي اندړ دي او منع کوونکي تره کي دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version