جلال اباد-اسعداباد (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): په کونړ او لغمان ولايتونو کې واورې ښويېدنې او د خونې د چت لوېدو له امله اوه تنه مړه شوي او ٩ نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د تيرګړو په سيمه کې د يوې کوټې د چټ د رالوېدو له امله پنځه تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په مړو شوو کې دوه هلکان، يوه وړه نجلۍ او دوه نورې پېغلې نجونې شاملې دي.
د والي وياند وايي، چې په پېښه کې دوه مېرمنې هم ټپيانې دي، چې د لغمان ملکي روغتون ته لېږدول شوې دي.
ځواک زياتوي، تېرو اورښتونو د کورونو دېوالونه نمجن کړي او همدا لامل شوى چې ياده پېښه رامنځته شي.
د نوموړي په وينا، د لغمان والي له بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې ته سپارښتنه کړې چې له يادې کورنۍ سره مرسته وکړي.
د سيمې اوسېدونکى نور رحمن هم وايي، چې د ياد کور دېوالونو د بارانونو له امله نم اخيستى و.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د واورې خويېدنې له امله يو کور تر واورو لاندې شوى، چې له امله يې ٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا پېښه تېره شپه د شيګل ولسوالۍ د سمه لام په دره کې رامنځته شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې په دې پېښه کې دوه ښځې مړې شوې او د يو شمېر ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ټپيان دي، چې د اسعد اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.
ياده دې وي، چې تېره ورځ په نورستان او کونړ کې هم د واورې ښويېدنې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن