ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو خوشې شو

هرات ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩١): د هرات چارواکي وايي، د سړي تښتوونکو له منګولو يې يو ماشوم خوشې کړى او په تړاو يې درې تنه نيولي دي.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافي خبريالانو ته وويل، نن له غرمې وروسته يې د هرات ښار ليلامي نومې جاده کې د يوه ماشوم د تښتولو پرمهال دوه تنه، چې يوه ښځه او بل سړى و، نيولي دي.

ده زياته کړه، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړى او د دوى د اعترافاتو بربنسټ کابل کې د هغوى يو بل ملګرى هم ونيول شو.

د خوشې شوي هلک پلار د پوليسو له مرستې مننه وکړه او زياته يې کړه، تښتوونکو ترې د خپل زوى د خوشې کېدو په بدل کې اووه سوه زره امريکايي ډالره غوښتي وو، چى دوى يې د ورکړې توان نه درلود.

په هرات کې د ناامنيو او اختطافونو په اعتراض تېره اونۍ ۵ ورځې ښار د يوه بل سوداګر د زوی د تښتونې او وژنې په تور تړلی و، چې خلکو په لاريونونو، له حکومت څخه د اختطافونو د مخنيوي او عاملينو ته د اعدام د جزا غوښتنه کوله.

دغه فشارونه د دې لامل شول چې ولسمشر حامد کرزي هرات ته نوی امنيه قوماندان معرفي کړي او د هرات خلکو ته يې د سړي تښتوونکو د جدي محکمې او اعدام سزا عملي کولو ژمنه ورکړله.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version