ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټولو بندرونو کې د ګمرکي تعرفو د يوشان پلي کېدو غوښتنه وشوه

10 Feb 2013 - 18:59
10 Feb 2013 - 18:59

مزارشريف (پژواک، ٢٢ سلواغه ۹۱): د بلخ د سوداګرۍ خونه او ځينې سوداګر وايي، د حيرتان بندر د وارداتو کچه ځکه راټيټه شوې، چې اوس ځينو سوداګرو هغو بندرونو ته مخه کړې، چې له ټاکلې کچې لږ محصول په کې اخيستل کيږي.

پرون د اريانا ګروپ شرکت مسوول جميل جان پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په حيرتان بندر کې د لوړ محصول او ماليې د اخيستو او په شېرخان بندر کې په غير قانوني لارو له محصول او ماليې څخه تېښته، د دې لامل شوي،  چې د حيرتان بندر واردات کم شي.

نوموړي زياته کړې وه، له همدې امله د حيرتان بندر واردات د تېرو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه کم شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه ويلي، چې د تېر کال په اوږدو کې به له حيرتان بندر څخه په يوه مياشت کې ۱۰۰زره ټنه اوړه او نږدې ۵زره ټنه غوړي واردېدل، چې په تېره مياشت کې د اوړو د وارداتو کچه ۱۰۰۰ ټنو او د غوړيو ۲۵۰ ټنو ته ټيټه شوې ده.

په مزارشريف کې د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولينو او يو شمېر سوداګرو د سلواغې په ۲۲مه، په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په حيرتان بندر کې سوداګر په پوره توګه محصول او ماليه دولت ته سپاري.

 خو هغوى دعوه کوي، چې ځينې داسې بندرونه دي ، چې سوداګر په کې پر محصول او ماليې ورکولو نه مجبورېږي، چې له همدې امله د حيرتان بندر د وارداتو کچه د تېرو کلونو په پرتله خورا ټيټه شوې ده.

په مزارشريف کې د روشن زاده شرکت رييس سيدطاهر روشن زاد خبري ناستې ته وويل، چې په په ګمرکونو کې د تعرفې او يادې ستونزې  له امله د حيرتان بندر وارداتي چارې د له منځه تلو په حال کې دي.

د هغه په وينا، د هېواد په ټولو بندرونو کې د ګمرک تعرفې يو شان دي؛ خو د ځينو سيمه ييزو ستونزو او د قانون د نه پلي کېدو له امله په ځينو بندرونو کې په سمه توګه نه اخيستل کېږي.

روشن زاده وويل، چې له همدې امله د حيرتان بندر سوداګر د نورو بندرونو له سوداګرو سره ازاده سوداګريزه سيالي نه شي کولی او واردات يې کم کړي دي.

 د اريانا ګروپ شرکت مسوول جميل جان په دغې خبري ناسته کې د پژواک اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په حيرتان بندر کې د لوړ محصول او ماليې د اخيستو او په ځينو بندرونو کې په غير قانوني لارو له محصول او ماليې څخه تېښته، د دې لامل شوې ، چې د حيرتان بندر واردات کم شي.

نوموړي زياته کړه، يو لامل د ګمرکي تعرفو لوړه بيه هم ده.

د هغه په وينا، د ټاکل شويو تعرفو له مخې بايد په يو ټن اوړو ۵۰ امريکايي ډالر، په يو ټن غوړيو ۱۵۰ امريکايي ډالر محصول ورکول شي، چې خورا ډېر دی.

جميل جان وويل، دولت بايد په ټول هېواد کې د يو شان تعرفو د اخيستو لپاره زمينه برابره کړي او يا دې د تعرفو بيه ټيټه کړي.

د سوداګريزو خونو مسوولين هم د سوداګرو د څرګندونو پخلی کوي.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي خبري ناستې ته وويل، چې په حيرتان بندر کې د وارداتو د کمښت مسئله حقيقت لري.

نوموړي زياته کړه، د دغه بندر سوداګر د محصول د ورکړې له امله نه شی کولی، چې د نورو هغو بندرونو، چې محصول په کې په قانوني توګه سم نه اخيستل کېږي، سيالي وکړای شي.

خو د بلخ ولايت د کمرګ مسوولين په حيرتان بندر کې د وارداتو د کمښت مسئله په دې کچه نه تاييدوي، لکه سوداګر چې يې ادعا کوي.

د دغه کمرګ سرپرست حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د حيرتان بندر له لارې د وارداتو په حجم کې کمښت نه دی راغلی، بلکې د ځينو جنسونو واردات، چې له نورو بندرونو په اسانه کېږي، کم شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د نفتي موادو يادونه وکړه، چې د تېرو کلونو په پرتله ځکه له حيرتان بندر څخه کم واردېږي، چې د هېواد له لوېديځ څخه يې د وارداتو کچه لوړه شوې ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version