ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون ستونزې له مشرانو او ولسي جرګې سره شريکې شوې

11 Feb 2013 - 16:43
11 Feb 2013 - 16:43

 جلال اباد(پژواک٢٣ سلواغه،٩١) : د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلينو خپلې  ستونزې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې له مسوولينو سره شريکې کړې.

 د پوهنتون استادانو دغه شکايتونه د سلواغې په ٢٣مه، د هغې غونډې په ترڅ کې وکړل، چې پکې د مشرانو او ولسي جرګې د يو شمېر استازو سربيره په کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او ولايتي چارواکو برخه اخيستې وه.

 د ننګرهار پوهنتون استاد سيداجان عتيق عبدياني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ننګرهار په پوهنتون کې ګڼې ستونزې موجودې دي، خو په وړاندې يې چارواکي چوپه خوله دي.

 هغه زياته کړه : ((  ((د استادانو کورونه نشته، د پوهنتون درسي خونې ګډې وډې دي، سړکونه خراب دي هر څه ګډ وډ دي.))

 د ده په خبر، چې وزارت دوى ته د بهرنيو بورسونو په ورکړه کې هم ناغيړي کوي.

 عبدياني زياتوي ، چې د ننګرهار په پوهنتون کې شاوخوا لس زره محصلين زده کړې کوي ، چې ٥٥٠٠ يې ليليه دي.

 د هغه په وينا،د ليليې د محصلينو د ډوډۍ کيفيت خراب دى په يوه خونه کې تر شلو زيات محصلين اوسيږي .

 د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال دوکتور دل اقا وقار هم وايي، چې د ننګرهار پوهنتون د ځمکې له کمښت سره مخ دى.

 دى وايي ، چې دوى اوس دومره ځمکه نه لري، چې بل تعمير پکې جوړ کړي.

 دوکتور وقار وويل: ((زموږ اکثره محصلين د خونو د نه شتون له امله په شخصي اتاقونو کې اوسيږي، ځکه موږه ځمکه نه لرو.))

 دى وايي ، چې دولت ورسره د استادانو د ښارګوټي ژمنه هم کړې، خو دغه وعده لا تر اوسه پورې نه ده پوره شوې .

 د پوهنتون علمي مرستيال زياتوي، چې د ننګرهار پوهنتون په فزيکي لحاظ له ډېرو پوهنتونونو وروسته دى ، مګر په علمي لحاظ د هېواد په کچه دويمه درجه پوهنتون دى.

 د ننګرهار پوهنتون يو بل استاد شېرحسن کمالزى وايي ،چې څه  موده وړاندې وزارت د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پوهنتون کېدو ژمنه هم کړې وه، خو لا تر اوسه يې معلومات نه کيږي.

 دى وايي: ((په افغانستان کې يو اسلامي لوى مرکز هم جوړيږي، چې زه له وزارت څخه غوښتنه کوم، چې دغه مرکز دې په ختيځ کې جوړ کړي.))

 همداراز يو شمير نور استادان هم وايي چې د ننګرهار پوهنتون د پرمختګ لپاره يې مټې رانغښتي او د استادانو يوه ټولنه يې هم جوړه کړې، تر څو په ياد پوهنتون کې پرتو ستونزو ته د پاى ټکى کيږدي.

 دوى زياتوي، چې نننۍ غونډې ته يې د مشرانو او ولسي جرګې وکيلان او مشران ځکه راغوښتي ، ترڅو د ننګرهار پوهنتون له ستونزو خبر شي او د حل په موخه يې جدي اقدامات وکړي.

 د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي ،چې تر اوسه پورې يې هېڅ کوم استاد او يا هم د پوهنتون مسوول له دوى سره خپلې ستونزې نه دي شريکې کړي.

 ده زياته کړه : ((پروژه تا ته څوک په خپله نه دروړي، لږ ورپسې بهر وتل هم پکار دي ، چې له بده مرغه د پوهنتون په مسوولينو کې ستونزه ده.))

مسلميار د ننګرهار په پوهنتون کې ستونزې مني او وايي ، چې يادې ټولې ستونزې د پوهنتون دننه چارواکو رامنځته کړې دي.

 هغه زياته کړه :((د يو وکيل په صفت زه تاسو نه پوښتنه کوم، تاسو کله ما ته راغلي ياست او راته مو ويلي، چې موږ دا ستونزه لرو؟))

 د مشرانو  جرګې رييس وايي ، چې يادې ټولې ستونزې به  په مرکز کې له وزارت سره شريکې کړي، تر څو هوارې يې کړي.

 د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير هم پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار پوهنتون ستونزې کورني او بهرني بعدونه لري.

 نوموړي د پوهنتون پر مسوولينو نيوکه وکړه، چې خپلې ستونزې يې وکيلانو سره نه دي شريکې کړي  او ولايتي اداره يې تورنه کړه، چې پوهنتون ته پاملرنه ، نه کوي.

 حاجي ظاهر وايي ، چې دوى به د ياد پوهنتون د ستونزو په حل کې له وزارت سره خبره شريکه کړي او د حل په موخه به يې لازم اقدامات وکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version