اسعد اباد ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د سلواغې په ٢٣مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه پوهنتون درې کاله مخکې فعاليت پيل کړى و، خو تراوسيه پورې يې يوې پوهنځۍ هم خپله ودانۍ نه درلوده.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د نوې جوړې شوې ودانۍ د پرانېستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پروژې ٥٥٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړه ، چې دا ودانۍ په دوو پوړو کې جوړ شوې، چې د ګڼ شمېر خونو ترڅنګ نور اړين ملحقات هم لري او لګښت يې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى.
د وحيدي په وينا، د کونړ پوهنتون د ودانۍ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو له دې وروسته يې دا ستونزه هواره شوه.
هغه زياته کړه ، چې د لوړو زده کړو وزارت ورسره ژمنه کړې، چې ددې پوهنتون لپاره به نورې ودانۍ هم جوړې کړي.
د سيد جمال الدين پوهنتون رييس استاد مير احمد حامد د لوړو زده کړو وزارت له راغلي پلاوي څخه د دې پوهنتون لپاره د يو شمېر نورو پروژو غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل ، چې ددې پوهنتون يو شمېر پوهنځي اوس هم ودانۍ نه لري او د کتابتون، او لابراتوار لپاره يې د ودانيو د جوړېدو غوښتنې وکړې.
دلوړو زده کړو وزارت مرستيال ګل حسن ولي زي د قومي مشرانو او د پوهنتون د رييس د غوښتنو په ځواب کې ژمنه ورکړه، چې له وزير سره به يې غوښتنې شريکې کړي.
ديادونې ده،چې په سيدجمال الدين افغان پوهنتون کې دکرنې او مالدارۍ ،شرعياتو، د ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځي فعال دي، چې اوسمهال په کې شاوخوا ۱۲۰۰ محصلين په زده کړو بوخت دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن