ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې تر ٢١ زرو زيات ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخې پاتې دي

11 Feb 2013 - 16:38
11 Feb 2013 - 16:38

اسعد اباد ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د کونړ ولايت ځايي چارواکي وايي، چې د نا امنيو له امله په بېلابېلو ولسواليو کې تر ٢١ زرو زيات ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي .

د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ د ټول هېواد په څېر په دې ولايت کې تر پنځو کلونو کمو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو.

هغه زياته کړه، چې په دې کمپاين کې به ددې ولايت څه دپاسه ١٣٨ زرو ماشومانو ته دغه واکسين ورکړل شي.

خو مرستيال وايي ، چې ددې ولايت په وټه پور، مروره، شيګل، چپه دره، سرکاڼو او ناړۍ ولسواليو په ځينو برخو کې د يو لړ ملحوظاتو له امله ٢١٧٨١ماشومان له دې کمپاين څخه بې برخې پاتې کېږي.

د کونړ د عامې روغتيا رياست د واکسين د کتلوي معافيت د څانګې مسوول ډاکتر محمد اسحاق پژواک اژانس ته وويل ، چې وسلوال مخالفين په ځينو سيمو کې د واکسين  پر وړاندې خنډ جوړوي.

هغه زياته کړه، چې دتېر کمپاين پر مهال د قومي مشرانو په هلو ځلو په سيمو کې يې اجازه ورکړې وه، خو اوس يې يو ځل بيا انکار کړى دى.

که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد تر دې مخکې پژواک ته ويلي و ، چې دوى په ټوليزه توګه د واکسين  کمپاين پر وړاندې ستونزه نه جوړوي.

خو نوموړي داهم ويلي و ، که چېرې د واکسين کارکوونکي د جاسوسۍ کار کوي، نو ورته اجازه نه ورکوي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په هېواد کې د پوليو ٣١ پېښې ثبت شوې او تېر کال دا شمېره ٨٠ وه.

سرچينه زياتوي، چې ډېرى پېښې د هېواد په ختيځ او سوېلي ولايتونو کې له دې امله رامنځته کېږي، چې له پاکستان څخه راغلي کډوال دا ناروغي له ځان سره راوړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې پاکستان، افغانستان او نايجريا هغه هېوادونه دي، چې تر اوسه له پوليو خوندي نه دي اعلان شوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version