ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ اووه ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي له امله تړلي

12 Feb 2013 - 14:07
12 Feb 2013 - 14:07

لښکرګاه (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): د هلمند د ناوې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې په سيمه کې يې اووه ښوونځي د ښوونکو د نه شتون له امله اوس هم تړلي، خو پوهنې رياست د ښوونځيو د بندېدو لامل د امنيت نشتوالى بولي.

د ناوې ولسوال حاجي عبدالمناف خان پژواک اژانس ته وويل، چې په ناوې ولسوالۍ کې د امنيت له شتون سره – سره اووه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

د هغه په وينا، دغه تړل شوي ښوونځي د ناوې په بېلابېلو سيمو کې دي، چې د ښوونکو د نشتوالي او د پوهنې رياست د بې غورۍ له امله تړلي او زده کوونکي يې له زده کړو پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې يې ځينو ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شوې، د زده کوونکو شمېر هم د تېر کال په پرتله زيات شوى، خو د پوهنې رياست د چارواکو له خوا پوره پاملرنه نه ورته کېږي.

ولسوال وويل: ((زه به تاسو د ناوې په بېلابېلو سيمو کې وګرځوم، چې ښوونځي يې تړلي دي، خو د امنيت له پلوه به هېڅ ستونزه ونه وينئ.))

د ده په خبره، د پوهنې رياست ټول اداري کارونه ګډووډ دي، ځکه په يو وخت کې يې دوو مديرانو ته مکتوبونه ورکړي دي، چې اوس دواړه په دعوه اخته دي او په خپله دنده يو هم حاضر نه دى.

بلخوا د پوهنې رياست اداري مرستيال محمدولي سرحدي د مسلکي ښوونکو نشتوالى د هېواد په کچه ستونزه بولي، خوا وايي، چې څلور ښوونځي يې په ناوه کې د ناامنۍ له امله تړلي دي، چې په يو ښوونځي کې د پوليسو امنيتي پوسته هم جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې له ځايي چارواکو او قومي مشرانو يې غوښتنه کړې، چې د ښوونځيو په پرانيستلو کې مرسته وکړي او له پوليسو څخه د سيدانو په نوم د ښوونځي ودانۍ خلاصه کړي.

د ده په خبره، اوس په ناوه کې ټول ٢٧ ښوونځي دي، چې څلور يې تړلي او له دې ډلې ١١ يې ودانۍ لري او تر ١١ زره زيات زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

دغه راز د ناوي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر ښوونځي د ترخه ناور په سيمه کې دي، چې امنيت په کې نشته او اوس هم عمليات په کې روان دي، خو په امنيتي سيمو کې هم تړل شوي ښوونځي شته .

نوموړى وايي، چې له بلې خوا يې په پرانيستي ښوونځيو کې درسي بهير سم نه دى، څلور کاله کېږي، چې وروڼه يې ښوونځي ته ځي، خو په اساس کې يې نومونه نه دي ليکل شوي.

په ناوه کې په داسې حال کې د تړل شوو ښوونځيو خبره کېږي، چې په ګاونډۍ ولسوالۍ ګرمسير کې ټول ٣٣ ښوونځي پرانيستي دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version