کندهار ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د کندهار د ديني عالمانو شورا په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازو هغه تورونه ناسم وګڼل، چې ګواکې ولايتي اداره په فساد کې ښکېله ده.
د ديني عالمانو اصلاحي شورا دغه راز تورونه سياسي لوبه بولي، خو په ولسي جرګه کې د کندهار استازي بيا د علماوو شورا دغه څرګندونې ردوي.
دوه ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو عبدالرحيم ايوبي او حميدزي لالي د قومي مشرانو او عامو وګړو په يوه غونډه کې د هغوى د ستونزو د اورېدو او څېړلو پر مهال پر ولايتي ادارې د فساد تور لګولى او ويلي يې وو، چې دغلته د خلکو د ستونزو حل ته رسيدګي نه ده شوې.
په کندهار کې د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې غړو، نن په يوه غونډه کې د ولسي جرګې پر غړو عبدالرحيم ايوبي او حميدزي لالي تور پورې کړ، چې د خپلو خبرو پر مهال يې پر ولايتي ادارې د نيوکو ترڅنګ د ديني عالمانو سپکاوى هم کړى دى.
د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې مشر قاري بشيراحمد وويل، چې د ولسي جرګې دغو غړو پر ديني عالمانو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې ګواکې کندهار مېشتو ديني عالمانو په ولايتي اداره کې پر شته فساد سترګې پټې کړي او د هغوى په ګټه غونډې کوي.
ده وويل، په خپله د ولسي جرګې يادو غړو په مرکز کې د خلکو ستونزو ته هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې، ځکه خو اوس د خپلو شخصي ګټو او سليقو له مخې پر ولايتي ادارې نيوکې کوي.
هغه کندهار ته د ولسي جرګې د دغو غړو راتګ سياسي لوبه ګڼي او وايي، چې سر له اوسه د راتلونکو ټاکنو لپاه کمپاين کوي او د خلکو تر منځ خپل قدر زياتوي.
خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازى عبدالرحيم ايوبي د عالمانو شورا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې ديني عالمانو ته يې سپکاوى نه دى کړى.
هغه وايي، کندهار ته يې راتګ هېڅ سياسي بڼه نه لري، بلکې د يوه استازي په توګه د خلکو ستونزې اوري او بيا يې تر مرکزي دولت پورې رسوي.
نوموړى د ديني عالمانو څرګندونې په ولايتي ادارې پورې تړلې بولي او وايي، چې د عالمانو شورا غونډه د والي په امر جوړه شوې او غواړي پر خپلو ناسمو کړنو پرده واچوي.
خو د کندهار د والي وياند احمدجاوېد فيصل د يادې غونډې په جوړولو کې خپل رول ردوي او زياتوي، چې ديني عالمان هره دوشنبه په خپلو کې غونډه جوړوي.
د کندهار ديني عالمانو د خپلو خبرو په يوه برخه کې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ديني عالمانو تر منځ د جوړېدونکې غونډې ننګه وکړه او د پاکستانيو عالمانو پر نه ګډون يې خپګان څرګند کړ.
د ديني عالمانو د اصلاحي شورا مشر قاري بشيراحمد وويل، د پاکستان ديني عالمان د خپلو ناسمو فتواوو له امله په دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي، ځکه هغوى غواړي، چې دغلته دې ستونزې او تاوتريخوالى د پخوا په شان دوام پيدا کړي.
نوموړى وايي، د پاکستان عالمان په افغانستان کې په روانه ناامنۍ خوشحاله دي، ځکه خو دغه راز څرګندونې کوي، چې له دې څخه د هغوى خراب نيتونه ښه څرګندېږي.
هغه وايي، دوى چمتو دي، چې له پاکستانيو عالمانو سره ناسته وکړي او په ګډه هغه څه حرام وبولي، چې د دواړو هېوادونو په زيان دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن