ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم کوڅې ته لوحه ولګول شوه

20 Feb 2013 - 15:01
20 Feb 2013 - 15:01

مزارشريف (پژواک ٢ کب ٩١): د  بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي سپارښتنه يې په مزارشريف ښار کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم نومول شوې کوڅې ته لوحه لګولې ده.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د بلخ اداري مجلس پرېکړه وکړه، هغه كوڅه چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نامه ونومول شي.

د بلخ والي عطامحمد نور څلور مياشتې وړاندې روان کال د تلې په ٨مه په مزارشريف کې يوې غونډې ته وويل، چې دغه کوڅه د اړوند کمېسيون له خوا نومول شوې او ولايتي چارواکو منظوره کړې ده.

د هغه په وينا، دغه کار له ايران سره د ښو اړيکو د ټينګښت په موخه شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يادې کوڅې د نومولو په غبرګون کې، خلکو لاريونونه وکړل او د ملي شورا دواړو جرګو هم ورسره مخالفت کړى دى.

د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين په دې اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته غوښتل شوى و.

نوموړي ياد کمېسيون ته، په مزارشريف ښار کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې نومول د وزارت له پرېکړې خلاف کړنه وبلله او ويې ويل، چې په پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو مخه به ونيسي.

خو د بلخ ولايت د اطلاعات او کلتور رييس د کب په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي سپارښتنه يې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې لوحه لګولې ده.

په مزارشريف کې د فرهنګي چارو ځيني کارکونکي بيا دغه چاره د عامو خلکو د خپګان لامل بولي.

د بلخ پوهنتون استاد ليکوال محمد ضمير پژواک اژانس ته وويل، ښايي په مزارشريف کې د ايراني ډيپلوماتانو په نامه د يوې کوڅې نومول په سياسي توګه د افغانستان او ايران تر منځ پر سياسي اړيکو ښه اغېز ولري؛ خو دا چې د افغانانو خوا پرې بدېږي: نو بايد نومول شوې نه وای.

نوموړي زياته کړه: ((له ايران سره بايد ښې اړيکې ولرو، د همدې لپاره ايران ښه فرهنګي شخصيتونه لري، په داسې نومونو کې ورسره څوک مخالفت نه کوي؛ خو د ايران د دغو ډيپلوماتانو مسئله سياسي شوې ده، نو بايد پام ورسره شوی وای.))

د اطلاعاتو او کلتور ريس وويل، چې لا هم په رسمي توګه کوڅه نه ده پرانيستل شوې؛ خو په نږدې څو ورځو کې به دغه کوڅه د ايراني ډيپلوماتو په نامه د بلخ د والي عطا محمد نور له خوا پرانيستل شي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version