ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن : افغان ځواکونه تر پخوا غښتلي او پياوړ شوي

21 Feb 2013 - 16:26
21 Feb 2013 - 16:26

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورغ راسموسن دغه څرګندونې د کب په درېيمه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې چېرته ؛چې د ناټو سازمان مرکز هم دى، ددغه سازمان ددفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې ته په پرانېستونکې وينا کې وکړې.

هغه زياته کړه ،چې افغان ملي ځواکونو ته دامنيت دلېږد دپروسې دا دى دوه کاله پوره کېږي او تر دوو راتلونکو کلونو کمه موده کې به دايساف او ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته و رسېـږي  او د روزنې ، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت به تر هغه وروسته پيل شي .

د راسموسن په وينا، سبا به د ايساف او ناټو ٥٠ هېوادونه  دافغانستان د وروستيو حالاتو، پرمختګونو او دراتلونکو ننګونو په اړه خبرې او بحثونه وکړي.

د ناټو سرمنشي وويل ، چې د تېرو دوو کلونو  په پرتله د افغان ځواکونو شمېره او وړتيا اوس ډېره لوړه او ښه شوې ده، دوى اوس د خپلې خاورې د ٨٧ سلنې امنيتي مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

نوموړي زياته کړه ، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به افغان ځواکونه د خپل ټول هېواد امنيت مسووليت پر غاړه واخلي او د ايساف رول به له جګړې څخه همکارۍ ته بدل شي.

راسمون وويل : (( ايساف زموږ تر ټولو لوى ماموريت دى ، په تېرو څو کلونو کې دغه ماموريت سره زموږ د ځواکونو عصريتوب او موډرن توب په ډاګه شو او دغه ځواکونه هرې ننګونې او ګواښنې سره په ښه توګه مقابله کړې ده.))

راسموسن تېره ورځ د پژواک خبري اژانس په ګډون د افغاني ژورناليستانو له پنځه کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وويل تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د رول او نوي ماموريت په اړه وويل چې دا به له اوسني ماموريت څخه جلا وي ، دا به روزنه او مشوره ورکول او افغان ځواکونو سره همکاري وي.

د ناټو ددفاع وزيرانو دغوڼدې په لومړۍ ورځې به وزيران د ناټو د وړتيا او دفاعي پلان پر پروسې خبرې وکړي، تر څو د ناټو د غړيو هېوادونو دفاعي وړتيا غښتلې شي.

د غونډې د دويمې  ورځې   په لومړۍ برخه کې  به د دفاع وزيران د ناټو او اکراين د کمېسيون په دې برخه خبری کوي ، چې څنګه اکراين او ناټو خپله دفاعي همکاري غښتلې کړي . 

په دويمه برخه کې به د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو د دفاع وزيران  د ۲۲ نورو هغو غړيو هېوادونو استازي چې افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې  پوځيان لری غونډه  وکړي او په افغانستان کې به د خپل ماموريت او د قدرت او د امنيتي مسووليتونو د  انتقال په روان  بهير  خبرې وکړي .

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version