ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د ملي امنيت سرتېرو خبريالان ډبولي

24 Feb 2013 - 09:06
24 Feb 2013 - 09:06

جلال اباد (پژواک ٦ کب ٩١): په جلال اباد ښار کې تر چاودنې وروسته د ملي امنيت کار کوونکو د رسنيو خبريالان وهلي ډبولي او وسايل يې ترې اخيستي دي.

دغه چاودنه، چې ويل کېږي ځانمرګى بريد و، د يوه موټر په وسيله نن د کب په ٦مه سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار اړوند د جوى هفت سيمې ته نږدې د ملي امنيت د ښاري حوزې پر ودانۍ وشوه.

د ننګرهار ولايت ځايي خبريالان چې کله د پېښې د پوښښ په موخه سيمې ته ولاړل، نو د ملي امنيت د کار کوونکو تر بريد لاندې راغلل.

په سيمه کې خبريالانو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د کلاشينکوف په کونداغونو خبريالان وهلي او وسايل يې هم ترې اخيستي دي.

د ملي امنيت کار کوونکو په جلال اباد ښار کې د پژواک اژانس کمره مين، د اريانا، هېواد او ژوندون تلويزيونونو او د فرانس پرېس اژانس خبريالان وهلي ډبولي او ښکنځلي يې دي.

په ننګرهار کې د ژوندون خبريال زيارخان ياد پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا درې ځلې وډبول شو.

هغه زياته کړه: ((لومړى يې په کونداغونو ووهلم او کمره يې راڅخه واخيسته، څو شېبې وروسته نور ملګري يې راغلل، هغوى هم ووهلم، کله چې نورو خبريالانو د امنيت له خوا له ما سره د ناوړه چلند په اړه له ما نظر اخيست، نو بيا د ملي امنيت د کارکوونکو تر بريد لاندې راغلم.))

د پژواک اژانس کمره مين ببرک اميزاده وايي، چې دى هم د ملي امنيت د کار کوونکو له خوا د کلاشينکوف په کونداغونو وهل شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((تر وهلو او ښکنځلو وروسته يې راڅخه کمره او نور وسايل هم واخيستل او موږ يې له ساحې څخه وشړلو.))

د ننګرهار خبريالان وايي، چې دوى د شکايت په توګه د ولايت مقام ته ځي او ګواښ يې کړى چې که د دولتي ځواکونو له خوا ورسره دا ډول ناوړه چلند دوام وکړي، نو له خبريالۍ لاس په سر شي.

د يادونې وړ ده، دا لومړى ځل نه دى چې له خبريالانو سره دا ډول چلند کېږي، له دې مخکې هم د دولتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو سيمو کې له خبريالانو سره ناوړه چلند شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version