ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې يو ځانمرګى بريدکوونکى ووژل شو

24 Feb 2013 - 10:42
24 Feb 2013 - 10:42

کابل (پژواک ٦ کب ٩١): يو ځانمرګى بريدګر، چې غوښتل يې د موټربم په وسيله د کابل ښار پر يوه ساحه بريد ترسره کړي، د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

د کابل د امنيه قوماندانۍ مرستيال محمد امين داوود د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ځانمرګى نن (د کب ۶مه) سهار نهه بجې د لسمې حوزې اړوند د امنيتي ځواکونو له خوا د شېرپور په ساحه کې موخې ته تر رسېدو وړاندې ووژل شو.

هغه زياته کړه، ځانمرګي غوښتل له خپل پراډو موټر څخه په ګټې اخيستو، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د کابل ښار پر کومه سيمه بريد وکړي.

امين زياته کړه، امنيتي ځواکونو وکولاى شول، چې له نيم ساعت وروسته له چاودېدونکو توکو ډک دغه موټر شنډ کړي.

هغه وايي، که چېرې دغه موټر ته چاودنه ورکړل شوې واى، ګڼو خلکو ته به يې ډېره مرګ ژوبله اړولې وه.

د پژواک خبريال له يادې سيمې خبر راکړ، د ځانمرګي بريد ګر مړى، چې د چاودېدونکو توکو واسکټ يې هم پر ځان و، د امنيتي ځواکونو له خوا ولېږدول شو.

که څه هم د بريدګر موخه څرګنده نه وه، خو د شېرپور په سيمه کې د سولې عالي شورا دفتر،  د ملي امنيت لوى رياست يوه برخه او نور دولتي او غيردولتي بنسټونه شتون لري.

دغه پېښه د هغې لوړ پوړې ودانۍ مخې ته رامنځته شوې، چې د تېر کال په لومړيو کې هم په يوه ډله ييز بريد کې په نښه شوې وه، چې بريدګرو له دې نيمګړې ودانۍ څخه دولتي او بهرني تاسيسات د راکېټي بريد نښه ګرځولي وو.

د ويلو ده، نن په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ښاري حوزې پر ودانۍ هم د موټربم په وسيله ځانمرګی بريد وشو  او د دې ترڅنګ يو ورته بريد  د لوګر په مرکز پلم علم کې هم د عامه نظم د يوې امنيتي پوستې پر وړاندې رامنځته شو، چې مرګ ژوبله او مالي زيانونه يې هم اړولي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version